لمړنۍ خبري
داسلام د سپیڅلې دین له را څرګندېدو څخه را په دېخوا مونږ په څرګنده توګه وينو ، او ګورو چې رښتیا هم ، د الله (ج) له احکامو او د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم له کړو وړو پرته د انسانیت او بشریت د ژغورنې له پاره هيڅ بله اغیزمنه لاره نه شته او نه به پیدا شي ، په تیره بیا زمونږ د افغانستان مسلمانو مجاهدینو ته چې د خپل پالونکې رب (ج) د رضا او د اسلامی نظام د پیاده کیدو له پاره په خپل سر او مال هم ډیل نه شول ، دا خبره اوس ښه جوته شوه چې په نړۍ کې د هوسا او نیکمرغه هوساینې شپې له قراني احکامو او محمدې ارشاداتو پرته نشي تر سره کیداې.
داچې مونږ مسلمانان د سیدنا محمد صلې الله علیه وسلم د امتیانو وياړ لرو راته په کار ده چې د بشریت د لارښود د ستر پیغمبر د ژوند او کړونو په هکله تر بل هر چا زیات معلومات ولرو او د هغه صلې الله علیه وسلم د مبارزو او هلوځلو په هغوبنسټیزو تګلارو و پوهيږو چې د څوارلسو پیړیو را پدېخوا د انسانانو په ژوند کې ورځ په ورځ پیاوړي کیږي .
ما په دې لړ کې د رسول الله ( ﷺ ) د سیرت دغه کتاب چې ( رسول اکرم کي حکمت انقلاب ) ترنامه لاندې «سید اسعد ګیلانی» په اردو ژبه لیکلې و او دوخت د علمي ټولنې او حاکمانو څخه یې طلایي مډال ترلاسه کړې و ، د لوست وروسته ډیر ارزښتمند وموند اوومې پتییله چې د خپل ولس د علمي پرمختیا د ودې له پاره یې په خپلې ملي مورنۍ ژبه «پښتو» وژباړم . که څه هم ژباړه یې راته ډیر دروند کار بریښیده خو الله تعالې ددې توان را کړ چې په دې ازمونیه کې بریالې شم . …. //
قریب الرحمن «سعید »
پیښور، د سپتمبر میاشت (۱۹۹۱زیږدېز کال )
د کتاب پېژندنه :
نوم : سيرت النبي (ص) د انقلاب حکمت
انلاين چاري : لر اوبر لوی افغانستان http://www.larawbar.com
د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ
د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ ! size = 262 KB ~ وزن = ۲۶۲ کيلو بايټه