بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
الله جل جلاله پرانسانانوبې شمېره احسانات کړي دي،بې شمېره نعمتونه يې ورکړي دي اوهغه ټول ډېرلوی لوی نعمتونه دي اودټولوقدرکول ضروري دي ليکن ځيني نعمتونه ډېرزيات لوی دي دهغوخواته پام کول ډېرضروري دي داځکه چي خلگوته دهغوقېمت اوارزښت نه معلوميږي،که چاته معلوم وي نودهغه يې دقدرکولوخواته ياخوپام نه وي اوکه وي نوپوره پاملرنه يې نه وي.
نوموږبايددهغونعمتونوقدروپېژنواوبايدقدريې شروع کړواودهغوپه استعمالولوکي بايدله پوره احتياط څخه کارواخلو،څوهغه نعمتونه زموږلپاره ډېرمفيداومؤثرثابت شي.
له هغوډېروغټونعمتونوڅخه يووخت دی.
وخت يوداسي لوی نعمت دی چي دارزښت په هکله يې مسلمانان اوکافران ټول متفق دي،هيڅوک يې دقيمت په اړه سوال نه لري ځکه
دانسان وخت دده عمردی، اودده دابدي ژونددنيکمرغۍ اواسانۍ ماده ده،خومتاسفانه ډېرخلګ دوخت پروا نه لري اوقدريې صحيح نه پېژني،نوځکه يې په عبث اوبې فائدې کارونوکي تېروي .
دوخت ارزښت دقرآن کريم په رڼاکي:
په قراٰن کريم کي الله پاک په ډېروځايونوکي په وخت باندې قسمونه اخيستي دي،په دې کي دوخت اهميت اوارزښت ته اشاره ده چې يوله هغومقاماتوڅخه سورة العصردی .
الله تعالی فرمائلي دي چي هرانسان په تاوان کي دی مګريوازې هغه خلګ له تاوان څخه بچ دي چې داڅلورصفتونه لري
والعصرإن الانسان لفي خسر.إلاالذين اٰمنواوعملواالصالحات وتواصوبالحق وتواصوبالصبر
په دې مبارک سورت کي الله پاک دانسان يومرض،دهغه مرض سبب اوڅلورعلاجونه ذکرکړي دي
مرض يې دادی چي انسان په خساره اوتاوان کې دی،ددې سبب دادی چی ده خپل عمراووختونه ضائع کړي دي.
ددې مرض لپاره څلورکارونه علاج دي.
اوپه دې څلوروکاروسره انسان له دې مرضه خلاصېږي:
۱:پر الله تعالی داسي ايمان راوړل، څنګه چي هغه يې غوښتنه کړې ده.
۲:دايمان سره به داسي ښکارونه کوي چي دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دطريقي سره مطابق وي .
۳:دحق وينابه کوي .
۴:دحق په لارکي تکليفونه راځي په دې تکليفونوبه دصبرکولوويناکوي .
داڅلورکارونه چي په چاکې راغلل هغه به له دې مرض څخه خلاص وي .علامه ابن کثيررحمه الله ليکلي دي چي:
درسول الله صلی الله عليه وسلم ملگري داسي وو،چي کله به دووکسانوملاقات سره وکړ،نوددې سورت له لوستوپرته به نه سره بېلېدل.(تفسيرابن کثير۵۳۳\ج:۶)
داسورت يې له دې امله يوه اوبل ته لوستو،په دې سره به يې دې ته پام وراړاووچي که داڅلورعلاجونه ونه کړو،نودخسران اوتاوان په مرض به اخته شو.
داسورت له يوې خوامختصردی اوله بلي خواپه دې کي پوره وعظ اونصيحت هم پروت دی.
له دې امله امام شافعي رحمه الله فرمائلي دي چې کچېرې خلګ په دېسورت کې سوچ وکړي نوداسورت ددوى (دکاميابۍ)لپاره کافي اوبس دی.(تفسيرابن کثيرص:۵۳۳\ج:۶)
حضرت امام شافعي رحمه الله ددې سورت په
مقصدپوه شوی ووځکه يې داخبره کړې ده.
امام فخرالدين رازي فرمايي:الله پاک په دې سورت کي په زمانې باندي قسم کړی(معلومه خبره ده چې دازمانه دانسان عمردی) ځکه چي په زمانه کي ډېرعجائب راځي:خوشحالي،خفګان ،صحت ،رنځ ،مالداري اوغريبي ټول پکي راځي .
بله وجه داده چي دعمرسره په قيمت کي هيڅ شی هم برابر ندی، عمرترهرشي دانسان لپاره فائده منداوقدرمنددی، که ته زرکاله په عبثوکاروکې ضائع
کړې اوبياتوبه وباسې،سعادت اونيکمرغي دي دعمرپه اٰخرکي په
برخه شي،نوته به تل ترتله په جنت کې يي نومعلومه شوه چي ستالپاره ترهرڅه زيات قدرمن شی په دېاٰخري شيبه کي ستاژوندوو۔نوزمانه له اصلي نعمتوڅخه ده ،له دې لامله الله پاک ورباندي قسم کړيدی،او خبردارى يې ورکړيدى چې شپه اوورځ دايوفرصت دی چي انسان يې له لاسه ورکوي .
بل داچې زمان (وخت )ترمکان (ځای )ډېرعزتمنددی لدي امله الله تعالی ورباندي قسم کړی دی ځکه وخت يوداسې ځانګړی نعمت دی چې په ده کي هيڅ ډول عيب اوتاوان نشته ،تاواني اوعيبناک انسان دی (تفسيرکبير)
دوخت دارزښت په هکله گڼ آياتونه په قرآن کريم کي موجوددي،خوچي خبره اوږده نه شي،په دې سورت اکتفاءکوو.
دوخت ارزښت دنبوي احاديثوپه رڼاکي
وخت داسي لوی نعمت دی چي
په حديث کي راغلي دي چې دقيامت په ورځ به انسان يوقدم نشي اخيستلى ترڅوچې دپنځوخبروځواب ورنه کړي
چې په هغوکي دوه سواله دعمرپه هکله دي یوداچي عمردي په څه کې تېرکړ.
اوبل داچي ځواني(چي دانسان په عمرکې مهم وخت دی) دې په څه کې تېره کړ.(ترمذي)
عن ابن عباس رضی الله عنهماقال:قال رسول الله صلی الله عليه وسلم نعمتان مغبون فيهماکثيرمن الناس :الصحة والفراغ ؛(رواه البخاري)
له ابن عباس رضی الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:دوه نعمتونه دي چې ډېرخلګ دهغوپه هکله په تاوان کې دي يوروغ بدن اوبل اوزګارتيا.
تشريح:له دې حديث څخه ددغودوونعمتونوقدراواهميت معلوميږي چي
دامعمولي نعمتونه نه دي بلکي دادالله تعالی له لوري ډېرسترستر نعمتونه دي،نوبايدله ضائع کولوڅخه يې په کلکه ځان وژغورل شي.
دادوه نعمتونه يوداچې انسان په بدن روغ وي،هيڅ ډول رنځورنه وي اوبل داچې فارغ اواوزګاروي دښه کارکولووخت لري،کولای شي چې يوښه کاروکړي .
نودالوی نعمتونه دي،له دغوڅخه بايدگټه واخيستل شي.
خومتاسفانه چي موږاکثره ددغودوونعمتونوسم عزت اوقدرنه کوو،بلکي قدرمويې صحيح پېژندلی هم نه دی،که موپېژندلای وای نوبايدچي سمه استفاده موترې کړې وای.
په يوه حديث کي راغلي دي داسلام سترلارښودصلی الله عليه وسلم فرمايي:اغتنم خمسًاقبل خمس:شبابک قبل هرمک،وصحتک قبل سقمک،وغناک قبل فقرک،وفراغک قبل شغلک،وحياتک قبل موتک(رواه الترمذي)
ترجمه:پنځه شيان دپنځونوروترراتګ مخکي غنيمت وګڼه :ځواني تربوډاوالي مخکي،صحت تررنځورتيامخکي، شتمني ترفقيري مخکي،اوزګارتيا ترمشغولتيا مخکي اوژوندترمرګ مخکي .(ترمذي شريف)
يعني مطلب دادی چي ځواني تل نه وي،نه سړی دتل لپاره په يوه حالت وي،بلکي ځواني ختمېدونکی شی دی،يابه ترځواني وروسته بوډاوالی راځي،يابه مرگ راځي .
دریمه لارنشته،له دې امله دي سړی دبوډاوالي ترراتگ مخکي ځواني غنيمت وبولي.
کوم وس اوطاقت چي دځوانۍ په عمرکي دانسان سره وي،دادي غنيمت وبولي،له دې څخه دي استفاده وکړي اوپه داسي کارونوکي دي دغه ارزښتناک وخت تېرکړي چي په هغوسره الله عزوجل راضي کيږي.
ځکه يووخت داسي راځي چي بيابه داځواني نه وي،بيابه دغه وس اوطاقت دانسان سره نه وي.
په ځوانۍ کي عبادت ډېرثواب هم لري،په بوډاوالي کي خوظالم لېوه هم پرهېزگاره کيږي اودحيوانانوله وژلولاس اخلي،ځکه چي وس يې کارنه کوي،نه ښکارکولای شي اونه يې خوړلای شي.
په ځواني کي الله پاک ته رجوع کول اودالله پاک عبادت کول دپيغمبرانوعليهم الصلاة والسلام کاردی.
له دې امله نبي عليه السلام فرمائلي دي چي ځواني تربوډاوالي مخکي غنيمت وبولئ!يعني صحيح استفاده ترې وکړئ!
صحت تررنځورتيامخکي غنيمت وبولئ!
کله چي ته جوړاوروغ يې!له هرډول تکليف اومرض څخه خلاص يې!نوله دې موقع څخه استفاده وکړه،مخکي تردې چي داسي وخت راشي،چي بيابه څه نشې کولای.
ځکه په دُنياکي څوک داسي نه وي چي پرهغه دي رنځورتيانه راځي،بلکي پرهرچاباندي راځي اودرنځورتياوخت هم له مخکي څخه معلوم نه وي،ناڅاپه راځي.
نوبايدچي کله انسان روغ وي له دې موقع څخه په استفادې داسي کارونه وکړي چي دالله پاک درضاسبب گرزي.
بياکه رنځورشي نوهم به ورته الله پاک دهغوعبادتونوثواب ورکوي کوم چي يې مخکي کول اواوس يې درنځ له کبله نه شي کولای.
مالداري ترغربت مخکي غنيمت وبوله!
کله چي الله پاک مالي پراخي درکړې وې نوله دې موقع څخه استفاده وکړه اوپه خپلي مالدارۍ کي داسي څه وکړه چي هغه دالله پاک درضاسبب ورگرزي.
ددُنياحالات بدليږي،يوه ورځ سړی مالداروي،بله ورځ غريب وي،ډېرخلگ داسي په دُنياکي شته چي يووخت مالداروو،خوليکن اوس غريبان دي.
له دې امله چي څوک مالداروي،دادي نه وايي :چي بل وخت به خيراتونه اوصدقې وکړم بلکي له دغي موقع څخه دي استفاده وکړي ځکه وروستني حالات معلوم نه دي چي څنگه به وي؟
خپله وزگارتياترمشغولتيامخکي غنيمت وگڼه!
کله چي ستاسره وخت شته،اوزگاريې!دعبادت لپاره فرصت لرې!
نوله دې فرصت څخه په استفاده داسي کارونه وکړه چي دالله پاک درضاسبب گرزي،وروسته معلومه نه ده کېدای شي داسي کارونه درپېش شي چي بيابه هيڅ نشې کولای.
کارونه به دي دومره زيات شي چي بيابه دعبادت موقع په لاس نه درځي.
نوهمدانن فرصت له لاسه مه ورکوه اوکاردسباپه طمع مه پرېږده!
ژوندترمرگ مخکي غنيمت وگڼه!
په خپل ژوندکي دالله پاک په عبادت کي کوشش وکړه مخکي تردې چي مرگ درته راشي،بيابه هيڅ نشې کولای!
ځکه دعبادت وخت همدادی،په دې ژوندسره خپل تلپاته ژوندښائسته کړه.
که مرگ راشي بيابه افسوزونه گټه نه درته کوي.
نوله دغي موقع څخه استفاده وکړه اودخپل تلپاته اونه ختمېدونکي ژوندانه لپاره همدانن کاروکړه!!
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:من حُسن اسلام المرءترکه مالايعنيه (دسړي داسلام دښه والي څخه داده چي عبث کارونه پريږدي)(ترمذي ۵۸ج۲)
په کوم کارکي چي نه ددين ګټه وي اونه هم ددُنيا،بايدله هغه څخه مسلمان ځان وساتي.
مطلب دادی چي کامل مسلمان خپل وخت په گناهونوکي نه تېروي،نه يې په بې فائدې،عبث کارونوکي تېروي اونه يې په غفلت اوسُستياکي تېروي بلکي هغه دالله پاک په عبادت اومهموکاروکي خپل وخت تېروي.
داوخت په بې ځايه کارونوکي تېرول ددې مثال داسي دی لکه يوچاته چي ديوه پاچاله خواوويل شي چي څومره خزانه دايستلی شې،ويې باسه!هغه ستاده!
ترهغه وخته پوري يې باسه چي کوم وخت زه دبس غږدرباندي کوم!
نواوس که داسړی په آرامه کښېنه چي سبابه يې راوباسم،نن به خوب وکړم.
سباته ورباندي غږوشي،چي ستاوخت پوره دی،تاته نورله خزانې څخه دسامان دايستلواجازه نشته!!
نودغه سړی به څومره افسوزکوي اوهرڅوک به ورباندي ملامتياوايي چي تاولي وختونه هسي تېرول!!
دامثال ددُنيادژوندهم دی،په دې ژوندکي انسان کولای شي چي دآخرت لپاره ذخيره برابره کړي.
خوکه څوک خپل ژوندپه بې ځايه کارونوکي تېرکړي.
نوپه دې حالت کي به ناڅاپه مرگ ورباندي راشي،بياارمانونه کوي،خوهيڅ فائده به نه ورته کوي.
دوخت ارزښت دعلماوواوپوهانوپه ويناووکي:
زموږددين مشرانودوخت قدرپېژلی وو نوځکه به يې دوخت ډېراهتمام کاوه.
جليل القدرصحابي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه فرمائلي دي چي زه
په هيڅ شي دومره نه يم پښيمانه شوی څومره چي زه په هغي ورځي پښېمان شوی يم چي لمريې ولويده، زماعمر پکي کم شواوعمل مي پکي زيات نه شو.(قيمة الزمن عندالعلماء)
خليفه صالح عمربن عبدالعزيزرحمه الله فرمائلي دي چې ورځ اوشپه په تاکي خپل عمل اوکار کوي ( عمردې کموي)نوته هم په دې دواړو(شپه اوورځ )کي کاروکړه(قيمة الزمن عندالعلماء۲۷)دالله پاک عبادت وکړه اوخپل دآخرت دسفرلپاره دځان سره توښه برابره کړه
يعني داسي کاروکړه چي هغه ستاپه ګټه وي .
حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي چي اې ابن اٰدمه ته ورځي يې! کله چي يوه ورځ ولاړه،ستابعضي بدن لاړو.(قيمة الزمن عندالعلماء۲۷)
اوماداسي خلګ ليدلي دي
چي څومره تاسوپه روپواواشرفو
باندي حارصان ياست تردي زيات هغوی په وختونو حارصان وو(ارشادُالعباد)يعني څومره چي تاسودخپلوروپوسره احتياط کوئ،تردې به هغوی
زيات دخپل وخت سره احتياط کاوو،چي بې ځايه اوبې فائدې تېرنه شي.
امام شافعي رحمه الله فرمايي:
مادصوفيانوسره ملګرتياوکړه نويوازې دوه خبرې مې ترې زده کړې :يوه ددوی داخبره(چې دوی به ويل)وخت توره ده که يې ته پري نه کړي نوتابه پرې کړي.
اوبله دا چې :که ته خپل نفس په حق کارکي اخته نه کړې،نوتابه په نارواکارکي اخته کړي.(الجواب الکافي،مدارج السالکين)
هوښيارانوويلي دي چي وخت دالله جل جلاله يوامانت دی ،دهغه ضائع کول خيانت اوبربادي ده .
په زړه کي دداسي شي سره رغبت اومينه بايدونه ساتل شي چي دوخت دضائع
کيدلولامل ګرځي..
ددنياټول سره اوسپين دوخت په وړاندي هيڅ ارزښت نه لري .
.په تيرشوي وخت پسې افسوس اوپښيماني څرګندول هيڅ ارزښت نه لري .
.وخت ددنياروح دى.
څوک چې وخت ضائع کړي ،پوه شئ چي وخت به هم هغه ضائع اوزيانمن کړي.
وخت ترورېځي هم په تېزۍ سره تېرېږي،نوکوم وخت چي دالله پاک په عبادت اودهغه درضاپه لټه کي تېرشي،هغه دانسان عمراوژونددی،له دې پرته ژوندژوندنه دی،که څه هم يوڅوک ډېرعمرژوندی واوسي،بلکي دداسي چالپاره مرگ ښه دی ځکه په ژوندسره يې نورهم دآخرت پېټی درنېږي،نورڅه ده ته ترې په لاس نه ورځي.
زموږددين مشرانودوخت قدرپېژانده له دې لامله به يې بالکل نه ضائع کاوو.
حضرت حمادبن سلمه رح يومشهورمحدث دی دهغه په هکله يې شاګردعبدالرحمان بن مهدي وايې :که حمادبن سلمه ته ويل شوي وای چې ته سبامرې نوپه دې به نه وی توانېدلی چي په خپل عبادت کي زياتوالی وکړي(قيمة الزمن عندالعلماء۲۷)
ځکه هغه خپل وخت داسي په پابندۍ کي تېراوو چي دومره خلاص وخت يې بالکل نه ووچې پرده دي عبث تېرېده.
اوپه پايله کي حمادبن سلمه رحمه په داسي حال کي مړشوچي په لمانځه ولاړوو(سيراعلام النبلاء)
دوی دوخت قدرپېژندلی وو،نوځکه يې ډېرخيال ساته.
څنگه کولای شوچي وختونه موضائع نه شي اوپه داسي کارونوکي يې ولگووچي په هغوسره مووخت
قيمتي کېږي؟
دابه انشاءالله تعالی بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله و اصحابه اجمعين