حبيبيه ليسه – کابل
دحبیبیی عالي لیسه په هیواد کي دمدرنو او عصري زده کړو دلمړني مرکز په توګه پیژندل کیږي چي په کال ۱۹۰۳ میلادي کي دامیرحبیب الله خان لخوا تاسیس سوه ،د حبیبیې لیسې لمړنی دوره ابتداییه وه ، ذکرسوې تعلیمي دوره په یادې لیسې کي څلورکاله دوام وموند، وروسته رشدیه دوره دکال ۱۹۰۷ میلادي په اوایلو کي رامنځته سوه چي ددې دورې دبشپړیدو لپاره درې کلونه په پام کي نیول سوي وه ، درشدیه دورې وروسته اعدادیه دوره پیل سوې چي دثانوې تعلیمي دورې وروستي درې کلونو یی تکمیلول ، دابتداییه ، رشدیه او اعدادیه تعلیمي دورو په رامنځته کیدو دافغانستان حبیبیه عالي لیسه دهیواد دمعارف لمړنی عصري لیسه وګرځیده چي تردامهاله یی دا منلی عنوان دهغو ټولو ناخوالو سره سره چي دجګړي په کلونو کي یی وزغمل ساتلی دی .
دشپیتمي لسیزي په وروستیو کي دحبیبیی عالي لیسې نوی تعمیر دامریکا متحده ایالاتو په مالي مرسته دکابل په کارته چهار سیمه کي افتتاح سو ، چي په هغه وخت کي دهیواد ترټولو عصري تعمیراتو له جملې څخه شمیرل کیده ، په همدې کال دلمړنیو تعلیماتو وخت په حبیبیی لیسه کي سرته ورسید او تردې وروسته دیادې لیسې زده کوونکو په متوسطه او ثانوي دوروکي زده کړي پیل کړې .
په اویایمه لسیزه کي دنوي تعلیمي نصاب پروګرامونه دحبیبیی عالي لیسې په ځینو صنفونوکي په تجزیه اې ډول پیل سول او پرهمدې مهال دهندوستان هیواد ځینو استادانو دیوشمیر ساینسي علومو تدریس پرغاړه واخیست .
دیادوني وړده چي په حبیبیی لیسه کي نه یوازي دهیواد ګڼ شمیر سترونخبه ګانو زده کړي کړيدي بلکی دا لیسې دفکري ، فرهنګي او سیاسي نهضتونو په منځته راتګ کي مهم رول لوبولی دی .
له بده مرغه دهیواد دا عصري تعلیمي مرکز ( حبیبیه عالي لیسه ) هم په کابل کي دتنظیمي جګړو دپیل ( ۱۹۹۳ـ۱۹۹۱) او سرته رسیدو پرمهال ډیري سختي ضربې ولیدې او دتعمیرڅخه یی دیوه سوري سوري اسکلیټ پرته بل څه نه وو پاته ، خو له نیکه مرغه دکال ۲۰۰۳ میلادي په اوایلو کي ددې لیسې دترمیم چاری ددوست هیواد هندوستان په مرسته پیل سوې او د۲۰۰۵ میلادي کال داګست میاشتي پر۲۸ مه نیټه ددغي ترټولو عصري لیسې نوی جوړسوی تعمیردپخواني جوړښت دخوندیتوب په نظرکي نیولوسره په خورا ښکلې بڼه دافغانستان جمهورریس حامدکرزي او دهندهیواد صدراعظم من موهن سنګ لخوا دزرګونو زده کوونکو او دهغوي دلسګونه مجربو ښوونکو پرمخ پرانیستل سو.
که څه هم دمعارف وزارت او دحبیبیی عالي لیسې دمشرتابه لخوا ددې درنې لیسي د۱۰۹ مي کلیزي رسما لمانځلو اړوند معلومات نلرم خو په پوره ویاړ دذکرسوي لیسې دیوتن فارغ شاګرد په توګه دهیواد دمعارف کهول ټولو ښاغلودقدروړ ښوونکو ، او زده کوونکو ته دزړه له تله مبارکي وایم ، او دهغي ورځي په تمه لوي خدای ( ج) ته لاسونه لپه کوو چي نور مو په ټول هیواد کي دجنګ ، تاوتریخوالي او بې عدالتی ټغررا ټول او دایمي سوله ، هراړخیزپرمختګ او پرمعیاربرابرمعارف یی ځای ناستي وګرځي .
ترڅو په لیري پرتو سیمو ، کلیو ، او ښارونو کي مو نازولي کوچنیان نجوني او هلکان دکومي ویري پرته لکه دنړی دنورو ولسونو داولادونو غوندي دخپلي خوښي عصري او دیني زده کړو ته مخه وکړي .