کابل ۱۲\ ۶\ ۱۳۹۱
۲\ ۹\ ۲۰۱۲
په دي نیژدې ورځوکې دافغانستان دسولې دخبرو اترو بحثونه نه یوازې په سیمه کې بلکې په نړیواله کچه ګرم شوي دي . وروسته تر دې چې د افغانستان او امریکا تر مینځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شو او د امنیتي وضعیت دخراب والي نښې ډیرې شوې دسولې خبرې هم خپل پیچلي پړاو ته ورسیدې چې ډیری خلکو دسولې هیله ناشونې وبلله ځکه هغوي فکرکاو دستراتیژیک تړون په امضا کیدو به له واره په افغانستان کې سوله راشي او امنیتي وضعیت به خپل عادي حالت ته را وګرځي خو دا ډول مسایل وخت نیسي دفعتآ ممکن نه وي د مثال په توګه وروسته له ډیره وخته دسعودي عربستان لېوالتیا دافغانستان دسولې په اړوند .
سعودي عربستان :
سعودي عربستان د اسلامي نړۍ محوریت دی د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم په استثنا د چین اسلامي هیوادونه دي او ډیري ستونزې له همدې خصوصآ دپاکستان لخوا ورته جوړیږي نو معلومداره چې د سعودي عربستان ونډه او تاثیر په دي هیوادونو باندې زیات دی له بلي خوا سعودي عربستان یوله هغو هیوادونو څخه دی چې په تیرو دیرشو کلونوکې په افغانستان کې دمرکزي حکومتونو په ضد عناصر روزلي دي چې په وار وار دهمدي مرکزي حکومتونو مشرانو په مختلفو مواردو کې په رسمي او غیر رسمي توګه له سعودي عربستان څخه غوښتي چې په افغانستان کې دسولي د را وستلو لپاره خپل ارزښناک رول ولوبوي او داغوښتنه په تیرو لسو کلونوکې په لس ګونو ځلې یوازې د اوسني حکومت لخوا شوې ده مګر سعودي عربستان نه یوازې داچي دسولې لپاره هڅه نه کولي بلکي یو شمیر مخالفین یي دجهادي کړیو په نامه هم تقویه کول ، خو په دي وروستیوکې لېوالتیا ښودلي چې دافغانستان دسولې په پروګرام کې ونډه واخلي داچې ولی يي تر اوسه ونډه نه اخیسته ؟ او اوس یې علاقه ښودلي مشخص دلایل لري .
سعودي عربستان په دې نیژدې ورځو کې د طالبانو، اسلامې حزب ،حقاني شبکي اوهغه طالبانو چې د قطر په پروسه کې دطالبانو د ډلې مشري کوله دې هیوادته وربللي ترڅو په افغانستان کې دسولې دپروسې په اړوند ورسره خبرې اترې وکړي . پاکستان چاپ اکسپرس تریبیون ورځپاڼې د افغاني او عربي دیپلماتانو له خولې لیکي په دې غونډه کې دطالبانو دهیئت مشري مولوي نجیب الله چې پخوا په پیښور کې دطالبانو جنرال قنسل و او د اسلامي حزب دهیئت مشري غیرت بهیر کوي . اکسپرس تریبیون وړاندي لیکي چې له قطر څخه شهاب الدین دلاور دطالبانو یومهم قوماندان چې دقطر په پروسه کې دطالبانو مشري کوله او خالد حقانې دمولوي جلاالدین حقاني ورور د سعودي عربستان په بلنه دې هیواد ته ورغوښتل شوې دې اکسپرس تریبیون د ډیری نورو کسانو نومونه هم لیکي چې دې غونډي ته وربلل شوي دي لکه سید طیب آغا چې ملامحمد عمرته نیژ دي شخص دی ،نصرالدین حقاني دجلاالدین حقاني زوی او آغاجان معتصم چې دطالبانو د واکمنۍ پرمهال ددې ډلې دسیاسي چارو مسول و. سعودي عربستان ددې غونډې په اړوند هیله ښودلې چې دسولې لپاره به موثره واقع شي اوس سعودي عربستان په څلورو دلیلونو په افغانستان کې دسولې د راوستلو لپاره اراده کړي ده .
۱- په نړیواله سطح د افغانستان په اړوند په سیاستونو کې بدلون راغلی او ددې بدلون دلیل د افغانستان په موضوع کې د امریکا اوناتو پښه شاملیدل دي دا مسله د سعودی عربستان لپاره مهمه ده .
۲- له امریکا سره د افغانستان ستراتیژیک تړون امضا کیدل هغه مسله وه چې دعربستان په شمول ډیر هیوادونه په دي پوه شول چې باید نور دي دجنګ سناریوته دپای ټکي کیدي.
۳- د امریکا ، ناتو اونړیولي ټولنې فشار د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو دتروریزم دلمینځه وړلو لپاره عربستان دي ته متوجه کړې چې باید د دي تګ لارې سره همکاري وکړي ….
۴- سعودي عربستان په دي ښه پوهیدي که چیرته دوی د افغانستان دسولې لپاره ګامونه پورته نه کړي او ددې پروسې ابتکار په لاس کې وانخلي نومعلومداره چې امریکا دا امتیاز نورو اسلامي هیوادنو ته ورکوي لکه قطر او ترکیه چې دواړو هیوادونو په دي مورد کې هڅې هم کړي دي . په هغه صورت کې معلومداره عربستان په اسلامي نړۍ کې خپل اهمیت له لاسه ورکوي او عربستان دا نه غواړي.
پاکستان :
پاکستان هغه هیواد دی چې تل یې دافغانستان دمرکزي حکومتونو په ضد مخالفین په خپله لمن کې روزلي دي او دي کارته یې د امریکا په موجودیت کې هم ادامه ورکړې آن تر دې چې په کابل کې د امریکا په سفارت مستقیم برید وکړ ددې مخالفت هدف دا ښودل شوي دی چې وروسته له ۱۱ دسپامبر د امریکا مخه افغانستان ته شوې او پاکستان ته یې په هغه اندازه توجه نشته کوم چې دجهاد په دوران کې وه . پاکستان له دې ويرې خپل مخالفت د امریکا په وړاندې په افغانستان کې شدت ورکړ ترڅو امریکا متوجه کړي چې دسولې اصلي کیلې له پاکستان سره ده خو دا مخالفت پاکستان ته ډیر ګران تمام شو په اقتصادي لحاظ کمزوری شو په نړیواله کچه دیو تروریست هیواد په توګه معرفی شو او په ټولو هغو هیوادونو چې پاکستان نازید هغو ستراتیژیک تړونونه یا اقتصادی تړونونه له افغانستان سره لاسلیک کړل خصوصآ له هند اوچین سره ستراتیژیک تړونونه چې د امریکا په اشاره وشول پاکستان يې په سیمه اونړۍ کې منظوي کړ په نتیجه کې پاکستان مجبوره شو چې له امریکا سره مخامخ خبروته کیني څه موده وړاندې پاکستان استخباراتي مشران د امریکا له استخبارا تي مشرانوسره په واشنګټن کې ناسته وکړه چې په دې ناسته کې دواړو خواو یو پربل یولړ شرطونه کیښودل ترکومه حد پوري چې په مطبوعاتوکې دا شرطونه راوتلي دي پاکستان لخوا غوښتنه داوه چې په افغانستان کې پټه شوې د ملافضل الله ډله به امریکا لمینځه وړي ، دبلوچستان موضوع به د پاکستان په وړاندي نه را پورته کوي او له افغانستان سره د ډیورنډ دکرښي موضوع ورحل کړي او داسي نور شرطونه. د امریکا لخوا شرطونه دا ول چې پاکستان به د تروریستي ډلو دتربیی مرکزونه او پټن ځایونه لمینځه وړي او دحقاني شبکي په ضد به عملیات شروع کوي او داسي نور شرطونه به هم ول چې مطبو عاتوته نه دي را وتلي خو ویل کیږی چې دواړو لورو په دې شرطونو توافق کړی دی چې له حرکاتو يي هم همداسي ښکاري مثلآ دامریکا دبي پیلوټوالوتکو په واسطه په کنړ کې برید چې ډیر پاکستانې طالبان په کې ووژل شول په همدی توګه په شمالي وزیرستان کې د امریکا برید دجلاالدین حقانی زوي بدرالدین حقاني په دی برید کې لمینځه یو وړ چې دوي ډیر وخت ورپسي ګرځیدل مګر اوس ډیر په اسانۍ پیدا او په نښه کړی شو . دا خبره دپاکستان پخواني سفیر په اشنګټن کې حسین حقاني هم تایید وی نوموړی مخکی دپاکستان دڅلورو صدراعظمانو مهم مشاور هم پاتې شوی حسین حقاني د تیر چهار شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یو تحقیقاتی مرکزکې چې نیشنل انترست نومیږی داهم وویل (( په تیرو ۶۵ کلونوکې امریکا او پاکستان درې ځلې جداشوي او څلور ځلې سره واده کړی دی بهتره داده چې نور له دې نکاح څخه ځانونه خلاص کړي .)) دپاکستان پخوانې سفیر زیاته وي (( د امریکا او پاکستان اوسنی اتحاد دواړو هیوادونوته زمینه برابره وي چې یوله بل څخه واقع بینانه توقعات ولري او څومره چې ممکنه وي یوله بل سره صادقانه همکاري وکړي بدون له خیانت څخه هغه څه چې په پاکستان کې خپل اوج ته رسیدلي )) دپاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په واشنګټن کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي (( ضرورت دادی چې دپاکستان اردو دملکي حکومت ترکنترول لاندي راشي )) نوموړي زیاته کړه ((دپاکستان ملي ګټي دپوځي جنرالانو لخوا تعین اوتعریف کیږي نه دملکې حکومت د رهبرانو لخوا ))
پاڅونونه :
بله خوا په افغانستان کې په یو شمیر ولایتونو کې ولسي پاڅونونه دطالبانو په وړاندي را پورته شوي دي چې ورځ تر بلی په هر ولایت کې خصوصآ دغزني په ولایت کې مخ په وړاندي روان دي دا حرکت تربل هر پوځي حرکت دطالبانو لپاره خطرناک دی .
پوښتني :
۱- پاکستان او طالبان دمشخصو غوښتنو خصوصآ پاکستان دمشخصو اهدافو لپاره په افغانستان کې ناامنیو ته لمن وهي. ایا سعودی عربستان دا صلاحیت لري چې ددوی غوښتني ورپوره کړي یا هغه امتیازات چې دوی غواړی ورکړي ؟
۲- پاکستان په هغه ثابقه چې لري او ددي هیواد پخواني سفیر یي هم تائیده وي څنګه باور پري کیدای شی چې دوی دې دترهګري په وړاندي عملیات وکړي یا دې د ترهګرو مرکزونه او پټن ځایونه لمینځه یو سي ؟
۳- د افغانستان د حکومت په وړاندې دا پوښتنه را پیداکیږي . ايا اوسنی حکومت داصلاحیت لري چي طالبانو ته امتیازات ورکړي په داسي حال کې چې دحکومت په دننه کې داسي سیاسي کړي شته چې طالبانوته له امتیاز ورکولو سره په شدت مخالفت لري ؟
۴- داچې دهري ورځي په تیریدو په مختلفو ولایتونو کې ولسي پاڅونونه راپیدا کیږ او ورځ تربلي په مخ ځي . ایا اوسني نظام په اوسني ضرفیت سره چې لري يې ددي دمدیرت اوکنترول توان لري ؟
خو یوه خبره واضح ده په دي کې هیڅ شک نشته چې پورتني دري واړه عوامل او دي ته ورته حرکتونه په افغانستان کې دسولې په راوستلو کې موثر واقع کیږي خو په هیواد کې دسولې د راوستلو لپاره ډیروهڅو او لازمو شرایطوته ضرورت دي . په دي کې هیڅ شک نشته چې ښه حکومت داري د افغانستان دټولو ستونزو دحل کیلی ده اکثرآ حکومتونه دخپل منفي چال چلند له وجي له سقوط سره مخ شوي نه دنورو هیوادونو لخوا. د افغانستان لپاره نړیوالۍ ټولنۍ په خپل وار هم نظامي او اقتصادي مرستې کړي دي اوس د افغان حکومت دچارواکو وظیفه ده چې دخپلو ستونزو حل ته لاس په کار شي تل له خپل ضعف څخه نوروته شکایت کول ستونزه نه حل کوي باید په خپله حکومت دستونزو مخه ونیسي پرې نږدي چې نور هیوادونه ددوی امنیت اواقتصاد ته ګواښ پیښ کړي په همدي توګه په نړیوال سیاست کې له ځان څخه وړتیا وښی نه داچې هر ځاي کې چانسونه له لاسه ووځي معلومداره دا ټول وظایف د اوسني سیستم اونظام له توانه وتلې خبره ده نو معلومداره باید داسي سیستم او ټيم ددې کار لپاره وټاکل شي چې دضرفیت خاوند وي ، له فساد څخه پاک او دشخصي ګټو پرځاي ملي ګټو ته اولویت ورکړي .