د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي نن خبر یالانو ته په یوه غونډه کي وویل چي د ملی اردو د سرتیرو دروزني او د هغوی دڅیړني په باره کي ، د ملي اردو په سلګونو نیول شوي او شړل شوي سرتېري د هر اړ خیزی څیړنې وروسته د نشه يي توکو د کارونې، د رواني ناروغيو، د جعلي اسنادو د لرلو او له وسله والو مخالفینو سره د لاس لرلو په تور نیولي دي اویا یې له دندې څخه ګوښه کړيدي.
د ملي اردو په سرتېرو کې څېړنې له هغه وروسته پیل شوې، چې د ملي اردو د سرتېرو له خوا د ملي اردو په جامو کې پربهرنیو ځواکونو باندی ډیر بریدونه و شول چي له ۵۸ څخه زیات بهرنې سرتیری پکي ووژل سول.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند په دغه خبري غونډه کې وویل، د هغو کسانو په اړه يې چې اسناد ترلاسه کړي زندان ته یې استولي دي او مشکوک سرتېري يې له دندو ګوښه کړيدی، دی وايي په دی اړه يې نوری څېړنې روانې دي:
د دفاع وزارت ویاند همداراز وايي، دملی اردو پوځیان په معیارونو برابر په دندو ګومارل شوي، خو د دندې پرمهال د ځینو هېوادونو د استخباراتي کړیو لخوا دا ډول بریدونو ته هڅول کیږی.