کور / تازه خبرونه / پښتونخوا کې د افغان زده کوونکو نوی تعلیمي کال پيل شو

پښتونخوا کې د افغان زده کوونکو نوی تعلیمي کال پيل شو

پېښور :په پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ښوونځیو نوی تعلیمي کال په پيښور کې د افغانستان د معارف آتشې معاون نصرالله ستانکزی او دافغان مهاجرو ریاست معاون عبدالحميد جلیلی او یو شیمر مدیرانو له خوا د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيل شو.نوموړي هغې غونډې ته په وینا کې چې د حبیب عالي لیسې په انګړې کې جوړه شوې وه زده کوونکیو او مدیرانو او ښوونکیو پکې ګډون درلود د نوي تعلیمي کال مبارکي وویله او ښوونکي یې وستایل چې له ډیرو ستونزو سره سره یې خپلو کډوالو هیوادوالو ته د زده کړې زمینه برابره کړېد یو زده کوونکی احمد دکتابونو له نشتوالي او د چاپ له ټيټ کیفیته سرټکوي،د همدې لیسې یو بل زده کوونکی شمس بیا د مسلکي ښوونکیو نشتوالی تر ټولو لویه ستونزه ګڼي دمهال پيښور کې د افغان کډوالو د ښوونځیو کې زده کوونکی له ډیر ستونزو سر مخ دي