دواشنګټن پوسټ ورځپاڼي او داي، بي، سي تلویزیون د ګډی نظر پو ښتني له رویه په امريکا کې دوګړوله يوې تازه نظرپوښتنې سره سم د لومړي ځل لپاره د جمهوريت پالو اکثريت د افغانستان د جګړې له دوام سره مخالف دي او وايي چې دا جګړه په دې نه ارزي چې امريکايان دې د هغې لپاره ځانونه ووژني او يا دې پرې پيسې ولګوي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اې. بي. سي. تلويزيون له لوري ګډه نظرپوښتنه، چې پايلې د جمعې په ورځ خپرې شوې، ښيي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند اکثره غړي، چې د اوسني واکمن ديموکرات په پرتله د افغانستان د جګړې زيات ملاتړ کوي، دا جګړه بې ارزښته بولي.
دا نظرپوښتنه ښايي د جمهوريت پال ګوند نوی کانديد ميت رامني ته، چې پر ولسمشراوباما انتقاد کوي چې د افغانستان جګړې ته يې لږ پام کړىدى، له ستونزو به خالي نه وي.
رامني په ځلونو ويلي چې طالبان بايد په جګړه کې وځپل شي. ده په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو له پلان سره هم مخالفت کړي دي.
د امريکا په متحدو ايالتونو کې د افغانستان له جګړې سره ولسي ملاتړ په پر له پسې ډول مخ پر کمېدو دى، تر دې چې اوس يوازې په سلو کې ۳۰ امريکايان د دې جګړې ملاتړ کوي. حال داچه دغه فیصدی دوه کاله مخکې په سلوکي۵۸ ته رسیده.
له دوه زره لومړي کال څخه تراوسه پورې په افغانستان کې دوه زره امريکايي پوځيان وژل شوي او تر پنځلس زره زيات نور ژوبل شوي دي.
د واشنګټن پوسټ او اې. بي. سي. خبری سرچینې له نظر پوښتنې سره سم په درو کې دوې برخې امريکايان فکر کوي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزي چې امريکايان په کې ووژل شي.
د امريکا په ولس کې له جګړې سره مخ پر زياتېدونکي مخالفت ته په پام سره ولسمشر بارک اوباما په هاليووډ کې د انتخاباتي کمپاين لپاره د پيسو د راټولولو په کمپاين کې خلکو ته د وينا په مهال وويل: (( په تېرو نهو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په عراق کې هېڅ امريکايي سرتېرى نه شته چې په جګړه کې بوخت وي. موږ په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو بهير پيل کړى څو خپل پوځيان له دغه هېواده امريکا ته راولو.))
د جمهوریت پال ګوند کاندید خو ميت رامني تل پر اوباما نيوکه کړې چې له افغانستانه بې وخته ځواکونه باسي او دا ماموريت نيمګړي پرېږدي.