دووغبرګو چاودنو پنځه طالبان مړه اواووه عام وګړي ټپيان کړل.
دلراوبر دخبری څانګي دخبر سرچینه وایی چي، نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې دوي غبرګې چاودنې وسوي .د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ وويل، چې دا چاودنې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې وشوې.
هغه زياته کړه، چې دغه چاودنې د لښکرګاه ښار اړوند د کندهار پر سړک له چاودېدونکو توکو ډک د زرنج موټرسايکلونو په وسيله سر ته ورسیدی.
د نوموړي په وينا، داچاودنې د ملکي او پوځي موټرو پر هغه کاروان وشوې، چې په کې واشېر ولسوالۍ ته مرسته کېدونکي غنم وړل کېدل.
په دی چاودنه کي عام وګړي نه دی وژل شوی . د خبرسرچينې وایي چي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړدی.
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د زرنج موټر سیکلانوپه وسيله دا چاودنې په داسې حال کې و شوې، چې پوليسو تېره شپه په لښکرګاه ښار کې دوي نورې زرنج رېکشې چې له چاودېدونکو توکو ډکې وې، کشف او شنډ کړې.
فرهنګ زياتوي، کله چې پوليسو د دغو رېکشو د شنډولو په موخه روان وو، نو وسلوالو طالبانو پرې بريد وکړ، خو پوليس ترې روغ رمټ ووتل. د هغه په وینا په دی نښته کي پنځه وسلوال طالبان وژلشوی او شپږ نورټپيان دې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه پوری په دې اړه څه نه دی ویلي.