د هلمند ولايت امنيتي مـسئولين وايي چي د دې ولايت په واشېر اولسوالي کي ئې د وسله والو سره نښته سوې او په پايله کي ئې پنځلس وسله وال وژل سوي او پنځه نور ژوندي نيول سوي.
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادو کسانو د وژني او پخلي ترڅنګ ليکي چي يادو کسانو غوښتل چي د واشېر پر اولسوالي بريد وکړي خو دوى ئې ترمخه لا په اړه معلومات لرل او د هغوى پلان ئې شنډ کړى دئ.
تېره ورځ د يوې بلي خبرپاڼي له لاري هم د هلمند ولايت امنيتي مسئولينو په ګرشک اولسوالي کي د عملياتو خبر ورکړى وو او د هغو په پايله کي ئې د درو وسله والو د وژلو او يوه بل د ژوندي نيولو خبر ورکړى وو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.