کور / تازه خبرونه / دکندوزاو سیدونکو ددولتي او خپل سرو وسلوالو پرضد لاریون وکړ

دکندوزاو سیدونکو ددولتي او خپل سرو وسلوالو پرضد لاریون وکړ

کندوز: دافغانی رسنیو په حواله نن دکندوز اوسیدونکو ددولتی او خپل سرو وسله والو پرضد لاریون وکړی.
دا لاريون وروسته له هغه وشو، چې نن (د وږي ١٢مه) سهار وخته لسګونو خپلسرو وسلوالو د کندوز ښار اړوند د کنمو په سيمه کې پر عامو خلکو ډزې وکړې، لس تنه يې ووژل او نهه نور يې ټپيان کړل.
د يادې سيمې لسګونو اوسېدونکو چې شمېر يې شاوخو ا سلګونو کسانو ته رسېدي، نن له غرمې وروسته په داسې حال کې پر لاريون لاس پورې کړ، چې د وژل شوو کسانو جنازې یی هم پراوږو وې.
لاريون کوونکو د خپلسرو وسلوالو، دولتی چارواکو،د کندوز والي انور جګدلک، امنيه قوماندان او ددولت پر ضد احساساتي شعارونه ورکول.او کلک غبرګون یي څرګند کړي.
د محمد نذير په نوم د ښار يوه ٥٠ کلن اوسېدونکي چي ډیر غمجن او خښم جن ما لومیده رسنيو ته وويل، چې د خپلسرو وسلوالو په ډزو کي يې دوه زلمي زامن وژل شويدي.
هغه زياته کړه: ((سهار په کور کې ناست وو، چې ناڅاپه ډزې وشوې، کله چې له کوره ووت، نو وسلوالو پر موږ ډزې وکړې او زما دوه زامن يې ووژل.))
نوموړي پر دولت کلکه نيوکه وکړه، چې د ښار په منځ کې امنيت نه شي ټينګولې، په لسګونو خپلسري وسلوال خلک وژني، خو څوک نشته چي زموږ د پښتونوځواب ووایی.
لاريون کوونکو د جمعيت اسلامي جهادي اړوند يوه پخواني جهادي قوماندان ميرعلم پر ضد هم شعارونه ورکول او ادعا يې کوله، چې نوموړى خپلسري وسلوال کسان حمايه کوي.
د سيد محمد په نوم د لاريون يوه بل ګډونوال له دولته په کلکه وغوښتل، چې د خپلسرو وسلوالو مخه دي ونيسي.
نوموړي ګواښ وکړ، چې که دا کار ونه کړي، نو ولس به په خپله د دوى پر ضد پاڅون وکړي او بیا به د ګیلي ځای نه وي
د کندوز والي انور جګدلک رسنيو ته وويل، چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي، خو سيمې ته امنيتي ځواکونه ورغلي او د بريد کوونکو د نيولو هڅې کوي.
د يادونې وړ ده، چې له دېنه مخکې هم د دغه ولايت اوسېدونکو له غير مسوولو خپلسرو ولسوالو او اربکيانو څخه شکايتونه کړى دى کوم چي ددوی عادی ژوند یی په خطر اچولی دي. لاریون کونکو نن په یوه ږغ ټولو وسلوالو او دولتي پوځيانو ته په ډاګه کړه چي نورهیڅ ډول زغم نشي منلاي او دتکراري بریدونو پروخت به ددوی پر ضد ولسي پاڅون ته ملا وتړي.