کور / تازه خبرونه / ۳۰۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکی وسوځول شول

۳۰۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکی وسوځول شول

نن دوشنبه ماسپښین ۲:۳۰ دقیقی، نیټه ۱۲/۶/۱۳۹۱ په فراه ولایت کی ۳۰۰۰ کیلوګرام مخدره توکی وسوځول شوه،
د فراه ولايت وياند عبدالرحمن ژوندي په وينا نوموړي توکې په داسی حال کی وسوځول شول ،چی د مخدره توکو پرواړندي دمبارزی دوزارت معین ډګرجنرال بازمحمد احمدی او ورسره راغلی پلاوی، دفراه ولایت والی ډاکټر محمد اکرم خپلواک،دفراه ولایت امنیه قوماندان ،دمخدره توکو پروړاندي دمبارزی مدیر اودفراه ولایت کی دڅارنوالی ريس او نور چارواکو حضور درلود،یاد توکی دتیر کال د شپږآخري میاشتو لاسته راوړنه وه چي:
۲۴۶۷ کیلوګرامه تریاک
۳۳کیلوګرامه هیرویین
۱۳۲ کیلوګرامه چرس
۱۶۸ لیتره شراب
۲۹۴ ګرامه ښیښه
۵۸۹ کیلوګرامه کیمیایی توکی وه ،چی دفراه ولایت په ۷ کیلومتری کی دکافر قلعه نومی دښت کی وسوځول شول.