د پښتنو په تاريخ كې ميله خورا لرغونې ريښې لري، ښايي كليوال اشرونه هم له دې پنځېدلي وي، همدا ميلې دې چې له بركته يې د افغان وطن وروڼه قومونه په كې را ټولېږي، د ليدو كتو، د افكارو د تبادلې په پايله كې نور هم سره نيږدې كېږي، كه څه هم وروستيو بدلونونو او انقلابونو د هېواد د نورو شتمنيو په څېر د افغانانو دې اصيل فرهنګ ته هم شديد ټكان وركړ او په ډېرى سيمو كې كه اوس د دې ميلو غوړې لمبې تتې شوې دي خو واهي(رڼا) يې لا پاتې ده.
تر انقلاب درې لسيزې ها خوا په كندهار كې د شاليمار ميلې ځانګړى نوم درلود، كه څه هم اوس د شاليمار ميلې د تاريخ برخه ګرځېدلې ده خو له هغې را وروسته كه هرڅومره انقلابونو پر دغې سيمې وزرې وغوړولې، خو كندهاري زلميانو خپلو دود ټينګ پاللى دى.
ښايې كندهار وخت پر وخت د سيمې پلازمينه پاتې كېدل او د دغه ولايت ښه اب و هوا او د ارغنداب سيند هم په دې كې لوى لاس كړى وي، چې د كندهار ځوانان يې د فطرت نندارې ته د زړه له تله رامات كړي وي، نو ځكه حضرت احمدشاه بابا ويلي و:
تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه
که هر څو مې د دنیا ملکونه ډېر شي
زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه
د ډیلي تخت هېرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
دا وخت چې هېواد له يو ډول نا ارامۍ كړيږي، تر ډېره پورې يې خلك د وروستيو طبي څېړنو له مخې په روحي ناروغيو اخته شوي دي، د ټولو روغتيا د وزارت له مخې اتيا په سلو كې افغانان له روحي رنځه كړېږي، طبي منطق خو دا ايجابوي چې روان حالت، جنګونه، چاودنې، اقتصادي ضعف او بېلا بېل ګواښونه د همدې رنځ د پيدا كېدو لاملونه دي، خو له دې ناخوالو سره ډغره وهل يواځې هغه تسكين دى چې پخپله څوك د ځان د خوشحالولو لپاره هڅه وكړي.
كه څه هم د ځينو لپاره ځان خوشحاله ساتل به ستونزمن وي، خو چارلي چاپلين ويلي: كه دې زمانه يو ځلې ژړوي نو ته سل ځلې ورته وخانده.
د ډيل كارنګي د ژوند لار كتاب محتوا ټوله پر همدې را چورلي چې څنګه له ناخوالو سره ډغره ووهل شي، خو كندهاريان هم خداى له دغه نعمته برخمند كړي دي، ژړا ته يې تل د خندا زرينه لته وركړې ده.
سره له دې چې هغوى هم د هېواد د نورو وګړو په څېر انقلاب ځورولي دي، د ډېرو كندهاريو ملالو پېغلو پر ځنګون د نوي زوم د خامكو غاړه نيمګړې پاتې شوې ده، مګر دغسي تپل شوي حالاتو ته تسلېمدل د ځان بايلولو په مانا ده، له دې حالاتو د وتلو لپاره تر ډېره دې ته اړتيا ده چې د بل د سوال خيرن دسمال او لاس لنډ كړو، خپله اوښكې په خپله پاكې كړو.
په تېر كوچني اختر كې د كندهاريو ځوانانو ډلې د هېواد ګوټ ګوټ ته ولاړې، هغوى عادت لري اختر چې د لوى خداى د مليمستياوو ورځې دي، همداسې په خوښيو ولمانځي. د هغوى دا كړنه په غيري شعوري ډول هرې سيمې ته د مينې، ورورولۍ ستر پيغام ورساوه.
كه څه هم كندهاريان د منظرو او بانډارو عادت لري، خو كله كله داسې عادتونه په ټولنيزو اخلاقو كې راځي، په دغسې حالاتو كې منظره يا پيكنيك يواځې تر ګرځېدو او ځان خوشحالو پورې موجب نه وي بلكې په ځان او ټولنه كې يو ډول مظاهرې ته لار هواره وي ډېرو وګړو ته دا عادت يو ډول پيغام وړاندې كوي، زړونه نيږدې كوي، په ټوليز ډول په ټولنه كې د ارامۍ احساس رامنځ ته كوي، كه څه هم دا كرېډيټ يواځې د كندهار نه دى په ټول هېواد كې دا ډول دود شته، خو كندهار ځكه ښه مثال دى، چې دوى بيا له نورو سره په توپير په لويه كچه ميلې او بانډارونه رامنځ ته كوي.
د كندهاريانو دا خوندور دود چې تر اوسه يې پاللى دى، له بركته يې په تېر اختر كې د هېواد لرو څنډو ته ځانونه ورسول، په لومړي سر كې څو د زړه ملګري يو ځاى شي، جيب خرڅ ، موټر، لوښي او كودي سر برابر كړي بيا په هېواد كې د خواږه سفر موزې په پښو كړي.
د دې لپاره چې هم يې د هېواد ناليدلې برخې ليدلې وي او هم يې له كيفه ډكه منظره كړې وي، ننګرهار، بدخشان، مزار او هرات ولايتونو يې كچ مچ كړل، په اوسنيو حالاتو كې افغانان داسې ناستو پاستو ته تر بل هر وخت زياته اړتيا لري.
په اوسنيو زړه خوړونكو حالاتو كې نادره دا وه چې كله دوى په موټرو كې خسته شوي، نو د سړك پر غاړه يې، هغه كه هر سيمه وي بې له ويرې ونو ته دمه وهلې، د خواږه هېواد له طبيعي ښكلا يې خوند اخيستى او په شاعرانه ماحول كې يې د چايو ترموزونه له شنو چايو ډك، په مينځ كې څادر هوار، له ولولو ډكې د ورقو(قطعې، پرې، پتې) بازي چې د كندهاريانو د ناستو په بازيو كې سرګرمه لوبه ده. كړې دي.
د كندهاريانو دا كړه وړه چې تر ډېره د دوى د روحي تسكين لپاره ګټه لري، ترڅنګ يې زخمي زخمي هېواد ته هم ارام رسيږي، ښايې د هېواد نورو وګړو ته دا د هېوادنۍ مينې يوه ښه سمبول وي، كله چې بدخشانيان كندهاريان ويني اوهلته په كندهاريو خوليو، شابازيو خامكي غاړو كې ډلې ډلې كندهاريان د سيند پر غاړه په موسكو شونډو تاو راتاو ناست وي او هيڅ د پرديتوب احساس نه كوي ، ټولې هغه كركې چې دښمن د تبليغاتو له لارې د دې هېواد د پرګنو ترمنځ يې خپرې كړې او د بېلوالي مړژواندى اور ته يې لمن وهلې، د لمنځه وړلو لپار، دا ډول سلوك د خداى لوى داد دى. كه له يوې خوا دې كار خپله كندهاري ځوانان خوشحاله ساتلي، نو د هېواد ګڼو نورو ځوانانو ته هم ښه پيغام لېږدولى شي، كله چې د بدخشان وګړي، كندهاري زلميان ويني نو ضرور به وايي:
كندهار مې د بابا په قواله دى
كه پنجشېر دى كه واخان دى وطن زما دى
حتمي به د بدخشان افغانانو ته كندهار د زړه له تله نيږدې ښكاره شوى وي او دا هيله به ورپيدا شوې وي، چې دوى هم كندهار ، ننګرهار ته لاړ شي او همدغسي منظره وكړي او هلته له خپلو دغو وروڼو سره له نيږدې خواله وكړي، كه يې سږ كال په ذهن كې دا فكر غځونې كوي، نو كال يا بل خو به ضرور دې فكر ته د عمل جامه وراغوندي او د هغو بدمخو د خبرو او خيالي ګونګوسو به د تل لپاره مخه ډب شي چې د دغه ګډ هېواد د بېلوالي خوبونه ويني او د قوم په نامه يې هېواد په مردودو خيالونو كې ټوټې ټوټې كړې دى، خو د خداى بخښلي ملنګ جان خبره:
په تــروو تــرخو د ځـيـنو
دلګیر مشـــه ملنګ جانه
حوصلې ځنې کار واخله
د مـوقع په انتظار شــــه
يوه كندهاري ملګري كيسه كوله: په اختر كې يو موټر ملګري بدخشان ته لاړو، تراوسه مو دا ولايت نه و ليدلى، له تلوسې ډكه منظره مو په كې پيل كړه، په يوه پارك كې له يوه بدخشي ځوان سره مخ شو هغه چې كله پوه شو چې موږ له كندهاره راغلي يو او هدف مو د دې ولايت ليدل او له خلكو سره اشنا كېدل دي، ماښام ته يې ښه ميلمستيا تياره كړې وه، نور بدخشي ځوانان يې هم را بللي و او زموږ لپاره يې ښه چاغ پسه حلال كړى و.
د نوموړي په خبره سبا ته چې تلو، بدخشي ځوان پرېنښودل او د بلې شپې لپاره يې په ورته ډول ميلمستيا ونازول.
له دې كوچنۍ بېلګې پامولى شو، چې له لسيزو جګړو وروسته لا هم افغانان مينه سره لري، كه جګړو يې د پرديو له خوا تپل شوې جګړې يې ترمنځ تورې پردې ځړولې دي، خو چې سر مخ شي، ټولې كركې يې لكه د ځوزو لمبه په يوه درنګ لمنځه ځي، همدا علت دى چې په دې وروستيو كې بهرنۍ موسيسې په يوه سروې كې ليكلي و، چې افغانان له كلونو جګړو وروسته هم په افغانيت نازيږي او په هر سيمه كې چې له چانه پوښتنه وكړې، يو كليمه چې دوى يې له وېش نه ساتلي دي، هغه د افغان كليمه ده.
سروې ليكلي، كه په كونړ يا لغمان كې له كوم كس نه پوښتنه وشي، په زغرده درته وايي چې افغان دى په ورته شكل، په بادغيس كې او زابل هم هركس په دې وياړي چې افغان دى، دا سروې سره له دې چې زموږ لپاره يو لوى زيرى دى، خو لا هم ضرورت شته چې دا ملغلرې په يوه ټينګ وريښمن تار كې دتل لپاره پيلې پاتې شي چې د دې لپاره د پرګنو ترمنځ اړيكې ساتل يوه ښه روده او په دې كې د انارشيزم پلوي د يكتاتوره سياسيون چې تل يې دا پرګنې بېلې ګڼلې پر مخ يوه ښه درنه څاپيړه ده.
د دې ترڅنګ په خپل هېواد كې په ډليزه ميله ګرځېدل اقتصادي ګټه هم لري، هغه كسان چې دا مهال د ښه پيكنيك لپاره دوبۍ، تاجكستان او يا پاكستان ته ځي، د افغانيو پر ځاى ډالرې بادوي، كه چېرته په خپل هېواد كې پر دې باندې غور وكړي هم به يې ثواب وي او هم خرما.
ثواب له دې كبله، لږ به مهار ګرځي… او هم به يې د وروڼو قومونو شعار چې تل يې په خوله يواځې د ځان ښودلو او ځان لوړولو لپاره لري او دوه رنګه يې ځينې جوړ كړى، عملي بڼه به يې وركړې وي او هم به دغه پيسې چې په نورو هېوادو كې يې مصرفوي، په خپل هېواد كې، پر هوټلونو، د مېوو پر هټيو مصرف كړې وي، خو تاوان به يې نه وي كړى ځكه بيا هم د يو بل افغان جيب ته ځي او د هغه كور ورباندې ابادېږي.