په تېرو درې نيمو لسيزو كې د افغانانو يوه لويه ستونزه د ښه ليډرشيپ نه درلودل و، همدې ستونزې دا ستونزه رامنځ ته كړې وه، چې افغانان يې پر څو ډولو ويشلي و، وروسته بيا دا ډلې له هغه فكره چې لومړى يې د نفوذ لپاره كارولى و، قومي، مذهبي جوړښتونو ته واوښتل، د دې لامل دا و چې په كومه كچه په ټولنه كې دبيدارۍ حس پياوړى كېدى په هماغه كچه د بل په لاس جوړو شويو مشرانو خپلې تګلارې ته تغيير وركاوه او په دې هڅه كې و چې خپل نفوذ له نوې زوايې له ځان سره وساتي.
په وروستيو كې هرڅه سرچپه شول، كه څه هم لومړى د مذهب، ملي، هېواد په نوم ګوندونه او مشران رامنځ ته شول، خو وروسته دا شعار د هغو مشرانو چې يو وخت به يې د سترو ارمانونو شعارونه وركول، تر ښکته قومونو ان تر خېلونو او سيمو پورې محدود پاتې شول.
د لېډرشيپ ستونزه نه ېواځې موږ كړولي او په كلونو كلونو يې د باردو پر ډېران، هدېرو، بې باورۍ او ورور وژنه اړولي يو، بلكې دې ستونزې په نړۍ واله كچه ټولنې ننګولې دي، خو زموږ له نورو سره توپير په دې كې دى چې، سره له دې چې په تاريخونو كې مو داسې اتلان درولودل چې نه يواځې يې خپله سيمه له تاړاكه ژغورله بلكې تر لرې هېوادونو پورې يې د مظلومانو اوښكلې پاكې كړې وي: ميرويس نيكه له ګورګينانو د پښتان ګريوان خلاصونكى او د هغه ميړني اولادونه، احمدشاه بابا د افغانستان بنسټ اېښودونكى، شيرشاه سوري سلطان العادل، شاه زمان د ختيځ ناپيليون، سلطان سكندر لودي په هند كې د پښتنو د حكومت بنسټ اېښودنكى، سلطان ابراهيم لودي سره له دې چې فقير مزاجه او له هر چاسره د سلا ، مشورې اورېدونكى او اخيستونكى و، د خپل پلار سلطان سكندر لودي جوړې شوې ادارې ښه پالونكى و، سلطان شهاب الدين غوري د افغانانو منظم كوونكى او خوشحال خټك چې په دې ارمان كې و مړ.
اتفاق په پښتانه كې پيدا نه شو
كنې ما به د مغل ګريوان پاره كا
دې ټولو مشرانو موږ ته په ميراث كې د مشرتوب او يو والي غوره اخلاق پرېښي و، خو حيف دا چې يا خو حافظه نه لرو، يا مو اعتقاد كمزورى و، چې ددې مشرانو پر پل مو پل اېښى واى، همدا علت و چې ورستې درې نيمې لسيزو مو د يو او بل په وهلو، او نه منلو زړه بوږنونكى را تېر كړى او لا خداى خبر دا لړۍ به تر كومه روانه وي.
په دغسې حالاتو كې چې ټولنه له پوره كاواكۍ سره مخ ده، ويښو ځوانانو ته تر ډېره دا مسوليت ور په غاړه دى چې د هېواد او ولس ژغورنې لپاره مټې را بد وهي، له ښه بخته له دغو ځوانانو يو هم ډاكټر ځلاند دى چې د خپل ولس روح ته يې ځان رسولى او هغه ستونزه چې د ده ولس يې كلونه كلونه قراباني دى، درك كړې او په اړه يې غوره كتاب چمتو كړى او چاپ كړى دي.
كه څه هم ډاكټر صاحب په ډېرو ادارو كې دندې ترسره كړې او له ډېرو مشرانو سره ناسته پاسته لري، ښايې د همدې علت به و چې ډاكټرځلاند يې دې ته وهڅاوه چې د ليډرشيپ په اړه، مطالعې، مشاهدې او تجربې سره يو ځاى او په پايله كې يې خپل ټولنې ته په كتاب شكل وړاندې كړي.
د نوموړي په كتاب كې د ليډرشيپ په اړه پوره څېړنه شوې او د مشرانو لپاره يې د علمي دلايلو او نړيوالو تجربو په اخستنې سره منطق وړاندې كړى دى.
نوموړى د د ليډرشيپ په اړه وايي چې کرټ لیون (۱۹۳۹)له یو ګروپ څېړونکو سره په دې څېړنه وكړه چې د لیډرشيپ ډولونه معلوم کړي، چې په لومړي سر كې يې د لیډرشيپ درې ډولونه په ګوته کړل:
Democratic ( ولسواک)
Delegative (استازیتوب )
Autocratic (مستبدانه ـ مطلق )
دا هغه څه دې چې مشران له دې درې واړو د ليډرشيپ لپاره کار اخلي، پورته دوه چې د ټولنې لپاره مثبت او اړين دي په نړيواله كچه د مشرانو مشرتوب ښه ځلولى دى، خو له بده مرغه ورستى autocratic يا مستبدانه مشرتوب هغه ډول دى چې لا اوس هم موږ ځينې كړېږو، په دغه روده كې مشر هر څه تر خپل كنټرول لاندې ساتي، هيچاته هم دا حق نه وركوي، چې په چارو كې يې ګوتې ووهي، كه چېرته داسې څوك پيدا شي، نو دمرګ له ګواښ سره به مخ شي.
په تېرو انقلابونو او روانو حالاتو كې همدغه مشرتوب زموږ په هېواد كې دا غميزه رامنځ ته كړه چې له انقلاب راوستولو وروسته به يې د تېر انقلاب ټول لارويان په سختۍ سره له منځه وړل او پر ځاى به يې خپل لاسپوڅي تپل، په دغه وخت كې نو په دې كې شك نه و چې يواځې هغه كسان پر دندو ګمارل كېدل چې يواځې به مستبد مشر ته نږدې و نور نو د هغوى استعداد او چلند ته هيڅ پام نه كېده.
د ډاكټر صاحب كتاب په دې اړه خورا جالب مثالونه وړاندې كړي دي او د كتاب محتوا يې پر دې را ګرځي چې څنګه كولى شو، ځان د ښه ليډرشيپ لپاره ورزو، او څنګه چلند خپلولى شو چې له مخې يې د لوړو ارزښتونو اداره او چاپيريال رامنځ ته كړو.
ډاكټر صاحب په خپله سريزه كې د كتاب دارزښت په اړه ليكلي دي:افغانان سره له دې چې په تېرو څو لسیزو کې په مادې برخه کې ډېر بې رحمه ګذارونه خوړلي او كړېدلي دي،جومات، کور، ښوونځى، سړک او نورې زیربناوې يېورانې شوې، درانګه یې په مانیزو برخو کې، د مور، پلار اولاد ، د ملا،او مقتدې،د شاګرد او استاد او ښوونځې اړیکې او که د ټولنې او مشر اړیکې دي په ډېره ناوړه توګه د نوموړیو لسیزو په اوږدو کې خرابې او تر برید لاندې راغلې دي. له دې کبله، ما هم دلیډرشپ په برخه کې د اړتیا د محسوسولو له كبله ملا وتړله.
د لیډرشپ سکالو یواځې په ادارو کې نه بلکې په کلیو، بانډو، له جوماته نیولې بیا تر لوبو، حکومت او بیا رغوونې تر کارونو پورې، اړینه موضوع ده، باید د نننۍ ورځې افغان ځوان ځان په دې پوه كړي چې د ښه لیډرشپ په لرلو سره موږ کولاى شو، ډېرې بدمرغۍ په نیک مرغې بدلې کړو او ډېر څه په کمو وسایلو او کم وخت کې تر لاسه کړو.
د لیډرشپ نوموړي چاپ شوي کتاب درې ډېرو اساسې ټکو ته د لوستونکي پام را اړوي، که څوك غواړي چې ښه لیډرشي، یا د خپلي ټولنې لا ډېر چوپړ وکړي او یا هم خپلې کمزورۍ په غښتلتیاو بدلې کړي، نوموړي کتاب د دې او داسې ډېرو نورو ورځنیو پوښتنو د پاره ټوکلي ځوابونه او درسونه په ځان کې لري، چې کولایشي زموږ د روښانه راتلونکي او ګران هېواد د غمېزې د پای لپاره ډېر څه ځينې ترلاسه شي.
خو په ټوليزه توګه د ليډرشيپ روڼ پيغام دا دى چې هر لوستونكي ته دا پيغام وركوي كه چېرته خپل اخلاق ښه وروزي، كولى شي يو مهال د ښه مشر په توګه را څرګند شي.
په دې هيله چې دې كتاب ته به تر ټولو د هغو كسانو زيات پام واوړي چې دا مهال په ادارو كې په كار بوخت دي، ترڅو د خپلو دندو د اجراكولو پر مهال اړينې تجربې تر لاسه او ښه مديريت وكولى شي.