کور / تازه خبرونه / دفساد ضد اداره په فساد تورنیږي

دفساد ضد اداره په فساد تورنیږي

د نن ورځی په رسنیو کی ویل شوی چي دافغانستان د ولسي جرګې دفاعي کمیسیون د ۱۳۰ میلیون ډالري قرارداد په تړاو د اداري فساد ضد د مبارزې اداره او د افغانستان د ملی فاع وزارت په فساد کي ښکیل او تورن وګڼل.
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسون رییس همایون وايی چې دغه قرارداد د ملی اردو د سرتېرو لپاره د یونیفورم د چمتو کولو په اړه دیو سلو دېرش ملیون ډالري قرارداد د ملي اردو عسکرو ته د یونیفورم لپاره و چې لومړی له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی و، خو وروسته له دې چې لغوه شو، له یوه بل شرکت سره د ښاغلي لودین په تایید او مشوره لاسلیک شویدی.
بل لورته د فساد ضد ادارې مسوولین وايي چي دغه تورونه ناسم دي او دا چې ښاغلی همایون د دې قرارداد په لړ کې په خپله د درې ملیونه ډالرو په درغلي کولو تورن ګڼي.
دوﺉ وايي د ځان ژغورلو لپاره ښاغلی همایون په دوﺉ دغه ډول تورونه لګوي.
د همایون په خبره د اداري فساد په ضد د مبارزې د ادارې مشر عزیزالله لودین د ملي اردو سرتېرو ته د یونیفورم د چمتو کولو یو شفاف قرارداد لغو کړی.
د نوموړي په خبره له پنځه ستوریز نومي شرکت څخه د ۱۶ ملیونو ډالرو له رشوت اخېستو وروسته يي د دوهم قرارداد شفافیت تایید کړی. داولسی جرګی دد فاعی چارو کمیسیون دملی دفاع دسرپرست وزیر عنایت الله نظری او له فساد سره دمبارزی داداری رئیس عزیز الله لودین دواړه د میلیونو نو ډالرو په غلا تورن کړل.
ښاغلي همایون دغه راز ادعا کوي چې دوی دواړه د ۱۳۰ میلیون ډالرو په در غلې کي لاس لری.دغه کمېسیون د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري او ښاغلي لودین لوی څارنوالۍ ته معرفي کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون د مشر د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلی.