کونړ: دڅوکۍ ولسوالي لومړنۍ محکمې ديوي پيغلي نه دسر پريکولو په جرم يوکس ته داعدام او دوه نورو تورنو کسانو ته داولسو اولسو کالو بند سزا واوروله .
په اعدام محکوم شوي تورن محمد نسیم د میا رحیم ګل زوی هغه کس وو چې درې مياشتي وړاندې ېې یوه پیغله نجلي شبانه هغه وخت ووژله چې دتښتو لو په هڅه کې ناکامه راغلي .
د محکمې بهير ته راغلې خلک دمحکمې له پريکړې نه خوښ وو خو تورنو کسانو د شبانې له وژلو انکار کاوه او ويل ېې پر دوې باندی شوى حکم له حقیقت او انصافه ليرې دى.
د څوکۍ ولسوالي په کوچنې تالار کې راټولو شوو خلکو په خورا بې صبرۍ سره ددغې ولسوالي ددوو قاضيانو پرېکړي ته انتظاروو.
داولس کلنې شبانې دوژلو په تړاوو راټول شوي ټول شواهد دټاکل شوي څارنوال له لوري وړاندې شو.
دمحکمې بهير ته پرنورو ميرمنو او سړو سربيره هغه کوچنې نجلۍ هم راوستل شوې وه چې ويل ېې دشبانې دسر پريکولو شيبې ېې پخپلو سترګو ليدلې وې.
و وروسته دڅوکۍ ولسوالۍ دلومړنۍ محکمې مشرخپله پريکړه داسي اعلان کړه:
”موږ د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ دلومړنۍ محکمې قضايي پلاوي په يوه ډاګيزه محاکمه کې د اړونده قضیي دټولو اړخونو په شته والي کې تاسو ملامت ګڼو، چې دشبانې په وژلو کي تورن وپیژندل سوې :
ته محمد نسيم دميا رحيم ګل زوى د درې سوه پنځه نوي يمې مادې د حکم سره سم په اعدام محکوم ، او تاسو هر یو يحي ولد ميا رحيم ګل واحسان الله ولد ارشد الله دپورته پريکړې له مخې دجزآ دقانون دديارلس سوه پنځه نوېيمې مادې دحکم پر بنسټ اود يوسلو درې څلويښتمې مادې دحکم په پام کې نيولو سره په اولسو اولسوکالو بند سزآ محکوم یاست خو دا ستاسو وروستۍ پريکړه نه ده.’
دقاضي پريکړه لا پاې ته نه وه رسيدلې چې پر اعدام او بند محکومو شوو ېې دنه منلو اواز پورته کړ ،خو دناستو خلکو له دريځه ښکاريده چې پر پريکړه خوښ وو.
تورن کسان: ”ريس صيب دا زموږ سره ظلم دى، ريیس صيب دى پر موږ ورحمېږي
شاوخوا درې مياشتې وړاندې په يوولسم ټولګي کې پر زده کړو بوخته شبانه هغه وخت ووژل شوه چې پلار ېې ويل دى او مير من ېې په روغتون کې وو،چې لور ېې ورته پر ټیلفون د خپلې تښتونې وروستۍ لنډې خبرې کړې وې.
د شبانې پلار ويل وژونکى ورته تر دې وړاندې هم ګواښ کړى وو که ېې شبانه ور نه کړه وبه ېې وژني.
راټول شوي خلک هغه وخت ډير وبوږنيدل چې څارنوال د عدلې طب په حواله داهم وويل چې شبانه تر جنسي تيري وروسته وژل شوېده، همدا راز ده دشبانې په وينو لړلي کالي هم خلکو ته وښودل.
شبانه يواځينۍ نجلۍ نه ده چې سر تری پرې کيږي ،څو ورځې وړاندې دکاپيسا په ولايت کې له يوې بلې ايله په خبرو راغلې کوچنۍ نه سر پر ې شوى، خو لا دهغې وژونکي تر او سه نه دي ميندلسوی.