پېښور :دپېښور دټاون پرچنار روډ د چاودنې له امله ٣ کسان وژل شوي او١٩ ټپيان دي، په ټپيانو کې بهرنيان هم شامل دي چاوديدونکي مواد په هغه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو چې چاودنه په کې وشوه ويل کيږي چاودنه د امریکايي کونسلګرۍ پر یو موټر شوې په کې ٣ تنه ووژل شول او د کونسلګرۍ د دوو چارواکو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان دي.چاودنه د ښار د یوې ډېرې حساسې سیمې یونیورسیټي ټاون په چنار سړک وشوه، چې هدف یې د امریکايي کونسګرۍموټر وو.د پېښور د پولیسو مشر امتياز الطاف وايي، چې په چاودنه کې له ۱۰۰نه تر ۱۱۰ کلوګرامه پورې چاوديد ونکي توکي کارول شوي. چاودنې ګڼو موټرو ته زیان رسولی او د بجلۍ ستنې او ټرانسفارمرې راپریوتې دي، د خېبرپښتونخوا اطلاعاتو وزيرميا افتخارحسين ويلي دي چې په وژل شويو کې دوه امريکايي اتباع دي خو په اسلام اباد کې د امريکا سفارت منلې چې چاودنه دامريکا د کونسلگرى پرموټرشوي خو اتباع يې نه دي وژل شوي