کور / تازه خبرونه / وحشت پاروونکي وژني او د دولت مسئولیت

وحشت پاروونکي وژني او د دولت مسئولیت

چراغ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ملي امنیت د عمومي رییس په ټاکنې تبصره کړې او لیکلي یې دي؛ دې پوست ته د کس ټاکنه ځانګړې پاملرنې او څیړنې ته اړتیا ده.

ورځپاڼې لیکلي د دغه پوست اهمیت ته په کتو سره هم باید جهمور رییس او هم ولسي جرګه هغه کس له هره اړخه وڅیړي؛ چې دغه پوست ته نومول کیږي او رایه اخلي.

چراغ لیکلي ولسي جرګې ته باید دا ځل په اونیو اونیو وخت ورکړل شي؛ چې تر د ملي امنیت د نوي کاندید رییس پروګرامونه او څرګندونې په دقت سره وڅیړي او بیا یې په اړه پریکړه وکړي.

ورځپاڼې همداراز لیکلي، چې د رحمت الله نبیل په ګوښه کیدو کې له کورنیو فشارونو سربیره د ګاونډیو هیوادونو فشارونه هم رول درلود.

خدمتګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، چې جمهور رییس کرزی د وروستیو اصلاحاتو له امله د واک د انحصار ګرو کړیو، پارلمان او نړیوالې ټولنې تر فشارونو لاندې راغلی دی.

د سرمقالې په یوې برخه کې راغلي، د ملي جبهې په نوم یوې مخالفې ډلې چې پر دولت هم پراخ انجصار لري، د جمهور ریيس له نورو تبدیلو سره مخالفت ښودلی دی.

خدمتګار لیکلي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس د تبدیلۍ په اړه د دې جبهې مخالفت هم له دې کمیسیون سر د دوی تړاو په ګوته کوي.

ورځپاڼې لیکلي د کمیسیون په اوسنۍ مشرتابه کې په تیرو انتخاباتو کې هم دومره درغلۍ وشوې؛ چې سترګې پرې پټول په اصطلاح اوښ په بډه وهل دي.

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼې کې ( وحشت پاروونکې وژنې او د دولت مسوولیت) تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د افغانستان په جنوب او ختیز کې د یوه دولس کلن ماشوم او یوې وړې ماشومې وژنې وحشتناکې بلل شوي او لیکلي یې دي، دارنګه قتلونه په خلکو کې روانې ستونزې زیاتوي.

هشت صبح لیکلي افغان دولت باید له دارنګه پیښو سره جدي چلند وکړي او د هغو ډلو پر ضد د خلکو احساسات راوپاروي چې دارنګه جنایتونه کوي.

ارادې ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د ناامنیو مساله څیړلې او لیکلي یې دي د کابل ښار په مرکزي برخو کې هم وسلوالې غلاوې زیاتې شوي دي.

ورځپاڼې هغو راپورونو ته اشاره کړې چې وايي د کابل ښار په مکروریانونو کې په دې وروستیو څو ورځو کې د غلا دولس دیارلس پیښې شوي دي.

ارادې لیکلي چې که چیرې دولت د دارنګه ناامنیو مخه نشي نیولای خپله ناتواني دې اعلان کړي تر څو خلک خپله د امنیت په ټینګولو لاس پورې کړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د سترو بریاوو رازونه د ملي یووالي په ټینګیدا کې ده.

ورځپاڼې لیکلي افغانانو به هغه وخت د ملي یووالي له لارې سترو بریاوو ته ورسيږي چې له خپلو شخصي ګټو نه ملي ګټو ته غوره والی ورکړي.

هیواد د خپل لومړي مخ په بل مطلب کې د جمهور رئیس حامد کرزي څرګندونې راخیستي چې وايي، استرلیايي ځواکونو په ارزګان کې په خپل سرو عملیاتو سره له ناټو سره له وروستي تړون نه سرغړونه کړې ده