کور / تازه خبرونه / هلمند : د ټولنيزي شورا غړى وژل سوى

هلمند : د ټولنيزي شورا غړى وژل سوى

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د ټولنيزي شورا غړى حاجي حميدالله خان وژل سوى .
چارواکي وايي چي نوموړى د ناوې اولسوالۍ اړوند د ټولنيزي شورا غړى وو او هلته د وسله والو په بريد کي وژل سوى دئ .
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه رالېږل سوې چي پکښي د نوموړى وژل غندل سوي او دا ئې د وطن د دښمنانو کار بللى.