کور / تازه خبرونه / يو بهرنى ووژل سو

يو بهرنى ووژل سو

٢ مه سپټمبر ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيرى د افغانستان په ختيځ کي وژل سوى دئ .

دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن ماپښين (١٢:٠٧) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى .
په خبرپاڼه کي د ياد بهرني په اړه ويل سوي چي نوموړى د کومي رسمي ګزمې په وخت کي نه دئ وژل سوى او دا ئې هم نه دي ويلي چي ياد عسکر د وسله والو په مخامخ ډزو کي وژل سوى او که د ماين چاودني له منځه وړى دئ.

ناټو تېره ورځ هم په افغانستان د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلي خبر خپور کړی و .
طالبانو او اسلامي حزب په ختيځ کي پر بهرنيانو د بريدو ادعا کوي او وايي چي هغوى ته ئې مرګ ژوبله اړولې.
د اګسټ په مياشت کي په افغانستان کي ټول ټال ٥٣ بهرنيان وژل سوي ول .