کور / سياسي / رامني: افغانستان! نو، نه، نیخت

رامني: افغانستان! نو، نه، نیخت

په متحده ایالاتو کي له یوه اوږده او جنجالي مقدماتي انتخاباتو څخه را وروسته، بالاخره جمهوري غوښتونکو استازو د اګست پر ۳۰ د فلوریډا په ایالت کي د ۲۰۱۲ جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره خپل کاندید ونوماوه. پدې ترتیب، د نومبر د انتخاباتو لپاره ښاغلی باراک اوباما او ښاغلی میت رامني رسما ښکر په ښکر سول. په امریکا کي، د عامه افکارو د وروستیو احصاییو په حساب او دغه راز د زیاترو مستقلو سیاسي مبصرینو په ګومان دواړه کاندیدان اوږه په اوږه سره روان دي، او انتخابات به په خورا کم اکثریت وګټل سی.

که څه هم د جمهوري غوښتونکي ګوند په کانونشن کي میت رامني په خپلي وینا کي د افغانستان نوم حتی یو ځل هم یاد نه کړ، خو د عامه افکارو وروستۍ سروې ښيي چي څه د پاسه ۶۰ فیصده امریکایان وايي: د افغانستان جنجال نه په جنګ او نه هم د امریکا په مالي او ځاني پاڼګوني او قربانیو باندي ارزي. بل پلو ، پدې وروستیو کي پر امریکايي او ناټو عسکرو باندي د افغان پوځیانو او پولیسو مرګانۍ حملې د افغانستان د مسلې په باب عام امریکایان لا بې اعتماده، مخالف، او بې حوصلې کړي دي؛ او له افغنستان څخه يې د امریکايي قواوو د ژر ایستلو موقف لا غښتلی کړی دی.

برسېره پر دې، د افغانستان په باره کي د میت رامني په نظر کي ځیني ځانګړي بدلونونه هم راغلي دي. هغه تل هڅه کوله چي د افغانستان په مورد کي مبهم او څو اړخېز دریځ ولري. مګر د ټایم مجلې سره يې پخپلي تازه مرکې کي ځیني نوي خبري کړي دي. هغه وايي،« زه له سرج سره موافق یم، او هم لدې سره موافق یم چي زموږ عسکر باید په ۲۰۱۴ کي خپلو کورونو ته راستانه سي. مګر زما اعتراض دا دی چي د ۲۰۱۴ نېټه باید نه وای اعلان سوې. ما به د نظامیانو له غوښتني سره سم د ۳۰۰۰۰ عسکرو پر ځای ۴۰۰۰۰ استولی وای. له افغانستان څخه د سرج عسکر باید د سپټمبر پر ځای په ډسمبر کي را وتلی وای، ځکه په سپټمبر کي د جنګ میدانونه لا ګرم وي. د جنګ په موسم کي د عسکرو را ایستل خطرونو ایجادوي. طالبان به مدام د افغاني جامعې یوه برخه وي، او هغوی به له مینځه ولاړ نه سي.»

میت رامني په خپله مصاحبه کي د حامد کرزي په باب هم منفي نظر څرګندوي، او ښکاره فاصله ترې ساتي. هغه وایي، «د افغانستان جمهوري ریاست انتخاباب باید د بین المللي او امریکايي څارنکو له نظارت لاندي سوي وای. هله به انتخابات مشروع او با اعتباره وای، او هم به د پراخي ټګۍ برګۍ مخه نیول سوې وای. مګر له بده مرغه دا و نه سوه، او افغانانو پراخ انتخاباتي تقلب او دوکه په سترګو ولېده. د روان ښورښ په مقابل کي مجادله دا ایجابوي چي خلګ پر کاندیدانو باندي اعتماد ولري. مګر دا و نه سوه، او دا یوه اشتباه وه.»

بلخوا، اوباما د اګست پر ۳۱ هغو عسکرو ته چي د افغانستان په لور روان ول، وویل: «موږ به دا جنګ هسي مسولانه ختم کړو لکه چي د عراق جنګ مو خلاص او ختم کړ. بل کال به افغانان خپل امنیتي چاري پخپله سمبالوي، او په ۲۰۱۴ کي به د انتقال پروسه تکمیله سي.» لدې سره سم، د اوباما انتخاباتي کمپ پر رامني باندي انتقاد وکړ چي پخپل کانونشن کي يې د افغانستان د جنګ او زرهاوو قربانیانو نوم وا نه خیست.

د افغانستان په ارتباط د اوباما استدلال دا دی چي د امریکا لپاره د افغانستان جنګ نور ختم دی. اسامه ووژل سو، او القاعده نور په افغانستان کي مرکز نلري. د ۲۰۱۴ په پاي کي امریکايي عسکر باید خپل هېواد ته راستانه سي. د جنګونو مصارف کم سي، دننه په هېواد کي پانګونه زیاته سي، او اقتصادي انکشاف ته زیاته توجه وسي.

د جمهوري غوښتونکو په کانونشن کي د افغانستان نوم نه یادېدل څو علته لري. لومړی، د نومبر په انتخاباتو کي به د متحده ایالاتو اقتصاد مهمه او ټاکونکې مسله وي. البته، د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي اقتصاد اکثرا ټاکونکی رول لوبولی دی. د کلنټن په کمپېن کي «اقتصاد احمق دی» شعار تر ټولو اږدو او مغلقو بحثونو موثر تمام سو. پدې انتخاباتو کي به جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چي د کمپېن تمرکز او توجه د اوباما په دوران کي اقتصادي ستونزو او کمزوریو ته راکش کړي. همدااوس، اکثره جمهوري غوښتونکي مبصرین او حزبي مشران په میډیا کي د بحثونو په لړ کي همدا کار کوي. د بېکارانو فیصدي ډېره یادوي. د اقتصادي انکشاف لپاره د «لږ مالیات، کم مقررات» نسخه وړاندي کوي. هغوی د اوباما اقتصادي پالیسۍ چپي، راډیکال، او حتی «سوشلیسټ» معرفي کوي، او مدام خلګو ته د اروپا روان اقتصادي رکود او بحران ور یادوي.

دوهم، د امریکا پوځ د پچي او جلب په اساس ځوانان خدمت ته نه ورغواړي، بلکي امریکايي ځوانان پخپله خوښه اردو ته داخلېږي. ځوانان اردو ته د ملي وجیبې، نشنليزم،او خدمت کولو په مقصد ورځي. په امریکایانو کي عسکري خدمت کول ملي ویاړ دی. په ځینو کورنیو کي څو پښته پر له پسې د عسکري خدمت سابقه لري. لنډه دا چي د امریکا ټوله جامعه د پچي او جلب له اثراتو څخه مصونه ده. همدا وجه ده چي په ټولنه کي د جنګ سره د پام وړ جدي عام مخالفت نسته، بلکي عامه خلګ د جنګ مصارف دننه په هېواد کي ولګول غواړي.

درېيم، دواړه حزبونه د افغانستان د لانجې لپاره قریب یو راز دریځونه لري. هر ګوند د افغانستان له جنګه د ژر خلاصېدو سره موافق دی. دواړه حزبونه ګومان کوي چي د افغانستان جګړې ختمول د امریکا د ملي منافغو سره اړخ لګوي. نو بنا، جمهوري غوښتونکي نه غواړي چي د اوباما دریځ غښتلی سي، بلکي هغوی غواړي چي بحث اقتصاد ته کش کړي چیري چي اوباما کمزوری او تکلیف لري.

والسلام