په لښكرگاه كې د عيدگاه جامع جومات گټې اخيستنې ته وسپارل شو
ياد شوى جامع جومات په لښكرگاه ښاركې د تيرودوه كلونوپه موده كې جوړشوى چې د شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې د هلمند د والي اود يوشميرنورادارود مسؤلينواوديني عالمانولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ددې پرانيستې پرمهال د هلمند والي وويل چې ياد شوى جامع جومات په ۳۲ جريبه ځمكه كې چې د جومات ترڅنگ پارك اونورې ټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول شوې دي جوړشوى چې ټوليزلگښت يې څه كم دوه مليونه امريكايي ډالره كيږي.
د نوموړي په وينا چې له يادوشويوپيسوڅخه يونيم مليون امريكايي ډالره د متحده اماراتولخوا،۱۵۰ زره امريكايي ډالره د خلكو،دولتي مامورينواوپوليسولخوا وركړل شوي اوپاتې ۱۵۰ زره د هبيتات موسسې لخوا وركول كيږي چې د پارك جوړونې چارې اوس مهال پيل شوې دي.
د هلمند والي وويل چې په نوموړي جومات كې په يووخت ۷زره تنه لمونځ كوونكي لمونځ كولى شي اود ښكلا ځينې چارې چې تردې مهاله پكې نه دي ترسره شوې هم ترسره اوپه راتلونكي كې بشپړې شي.
په همدې حال د هلمند اوسيدونكي د پرمختگ په برخه كې يومهم گام بولي اووايي چې ياد شوى جامع جومات دهلمند د خلكواړتياوته په كتوسره جوړشوى دى.