کور / تازه خبرونه / اولسمشر دکابینې په بدلون کي مصلحت کوي

اولسمشر دکابینې په بدلون کي مصلحت کوي

سرنوشت ورځپاڼې په کابینه کې د بدلونونو په اړه خپله سرمقاله لیکلې او اټکل یې کړی، چې ښايي په دې بدلون کې هم زړې څیرې په نویو پوستونو ولګول شي.

ورځپاڼې لیکلي جمهور حامد کرزي په تیرو لسو کلونو کې مصلحت کړی دی او په د کابینې په بدلونونو کې به یې هم کوي.

سرنوشت لیکلي که چیرې ولسي جرګه هم د دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت عمومي ریاست ته د نويو کاندیدو وزیرانو ته د باور رایه ورکړي، نو دا به په دې معنی وي؛ چې اکثره وکیلان د جمهور رییس او د هغه د مرستیالانو د لاس الې دي.

ورځپاڼې لیکلي، ممکن د ولسي جرګې له خوا د کورنیو چارو پخوانی بې صلاحیته شوی وزیر په نویو بدلونو کې د دفاع د وزیر په توګه معرفي شي.

ملي باور ورځپاڼې په کابینې کې د نویو بدلونونو په اړه د اوازو په ترڅ کې د چارواکو له قوله دا راپورونه ناسم بللي؛ چې ګواکې د جمهور رییس د دفتر رییس عبدالکریم خرم له کاره ګوښه شوی دی.

په مطلب کې راغلي تراوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې؛ چې ښاغلي خرم دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس او یا هم د سیمه ییېزو ارګانونو د ادارې رییس وټاکل شي.

ملي باور په خپل مطلب کې د یوه افغان کارپوه نظر هم راخیستی؛ چې وايي، د څوکیو په بدلولو اصلاحات نه شي راتلای بلکې مسکلي خلکو ته اړتیا ده.

ویسا ورځپاڼې په یوه مطلب کې د بشر د حقونو څارنې د ټولنې په حواله لیکلي چې اسد الله خالد د بشر د حقونو په پښو لاندې کولو تورن دی.

په مطلب کې راغلي دې ټولنې له جمهور رئیس نه غوښتي چې د ملي امنیت د عمومي رئیس په توګه د اسدالله خالد له ټاکل کیدو تیر شي.

ویسا د بشر د حقونو د څارنې د ټولنې په حواله لیکلي اسدالله خالد له ۲۰۰۵ کال نه تر ۲۰۰۸ کال پورې په کندهار کې شخصي زندانونه درلودل او بندیان یې ځورول.

په مطلب کې د ښاغلي خالد څرګندونې هم راخیستل شوي، چې دغه تورونه یې په کلکه رد کړي.

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په دې وروستیو کې له ملکي کسانو څخه د سرونو د غوځولو پرله پسې پیښو په اړه اندیښنه ښودلې.

ورځپاڼې په دې برخه کې هغې پيښې ته اشاره کړې چې په کندهار ولایت کې له یوه دولس کلن ماشوم څخه سرپرې شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي سره له دې چې افغانستان په تیرو دریو لسیزو کې د پرله پسې انقلابونو شاهد دی خو د سرغوځونې پدیده پکې نوې ده.

محور لیکلي وسلوال مخالفین فکر کوي چې په دې توګه به هغه کسان له ځانه وویروي چې د دوی پر خلاف دي او یا هم له دولت سره خواخوږي لري، خو په عمل کې به یې نتیجه ددې برعکس وي.

هیواد دولتی ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي افغانان په وږې ګیډې او تش لاس هم د هیواد دفاع کولای شي.

ورځپاڼې لیکلي ځینې تش په نامه سیاسي او پوځي کارپوهان له رسنیو سره داسې خبرې کوي چې په افغان امنیتي ځواکونو ولس بې باوره کوي.

د سرمقالې لیکوال ډاډ څرګند کړی چې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته به په اصطلاح اسمان راپری نه ووځي او نه به هم هیواد له ناورین سره مخ شي، بلکې افغانان له خپل هیواد نه د دفاع توانایي لري.

هیواد د خپل لومړي مخ د یوه بل مطلب په سرلیک کې د ملي اردو د جنرالانو له قوله لیکلي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې نه د دفاع توانايي لري.