کور / تازه خبرونه / پر وزيرستان د امريکا بريد کې ٦ تنه ووژل شول

پر وزيرستان د امريکا بريد کې ٦ تنه ووژل شول

پېښور: پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې، شپږ تنه وژل شوي دي.په سيمه کې دولتي سرچينې ،چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله ، رسنيو ته ويلي، چې دا بريد نن سهار په شاوخوا نهو بجو د شمالي وزيرستان د دته خېلو تحصيل د ديګانو په سيمه کې شوى دى.سرچينې زياته کړې، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې په ياده سيمه کې پر يوه کور او موټر څلور توغندي ويشتلي دي.د سرچينې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي، خو دا لا نه ده معلومه ، چې وژل شوي کسان عام وګړي دي که د سيمې وسلوال.خو د شاهد په نامه دسيمې يوه وويل ، چې له بې پيلوټه الوتکې پر کور او موټر اووه توغندي ويشتل شوي دي.د نوموړي په وينا، دمګړۍ له خاورو څخه اووه مړي وېستل شوي، خو کېداى شي د دې پېښې د مرګ ژوبلې شمېره له دې زياته شي .