کور / تازه خبرونه / د اساما بن لادن دوژل کیدو پټ رازونه ښکاره سوه

د اساما بن لادن دوژل کیدو پټ رازونه ښکاره سوه

د اساما بن لادن دوژل کیدو پټ رازونه هغه وخت دیوه کتاب پر بڼه راښکاره سوه کوم چي یوه کوماندویی عسکر دغه کتا ب ولیکي او له چاپه یی را ایستلي دی.
پنتاګون غواړي چي دغه کوماندو یی عسکر محاکمه کړې چه په دي هکله یی یو کتاب لیکلې دی. دامریکا یی رسنیو په یوه خبرکي راغلي دي چه پنتاګون به دهغه عسکر پرضد قانونی اقدام وکړی کوم چي دبن لادن دوژلو دعملي ټول پټ رازونه یی په یو ه مستعارنوم د لیکلې کتاب پر بڼه افشآ کړیدی.
پنتاګون په یولیک کي و نوموړی عسکر ته خبر داری ورکړی دی ،چي هغه د پوځې تړون مقررات ترپښو لاندې کړیدی چي په پوځ کي د شامیلیدو په وخت کي یی لاس لیک کړیدي اوپه هغه تړون کي دټولوعسکرونه دمحرومواوپټورازونو د سا تنې غوښتنه کیږی.
لیکل شوی کتاب هغه وخت د چاپ څخه راووت چي دامریکا ددفاع وزارت چارواکي مخکی د کتاب دچاپولو په اړه خبرنه وو.دغه کتاب دامریکا د سمندری قواوو دنوسیل د ځانګړي کوماندو ۳۶ کلن عسکر مارک اوین د مستعار نامه لاندي لیکلي دی.
په کتاب کي داسامابن لادن کیسه داسي نه ده کوم چي امریکا یی چارواکو یی یادونه کړیده، دغه کتاب زیاتوي چي د بن لادن پرکور باندې دبرید په وخت کي اساما بن لادن بی وسلي وو، اودکورد یوی کوټې په دروازه کي ویشتل شویدی. د ولسمشر اوباما حکومت وايي چې د ځانګړو قواوو عسکرو د اسامه بن لادن سره د هغه په خونه کي وسله واله نښته وکړه او عسکرو هغه په سینه او د چپه سترګي پورته په ډزو هغه وخت وویشتي چې اسامه بن لادن غوښتل توپک ته لاس اوږد کړي.
خو د لیکوال په حواله د ځانګړو قواوو ډلې اسامه بن لادن هغه مهال وویشتي چې په دهلیز کې یې د خپلې کوټی څخه یی سر راایستلې وو او دا نشوای ویل کېدای چې ګوني هغه مسلح و او که نه؟ هغه وايي چې دوی وروسته د اسامه بن لادن د ناستې کوټی ته پسي ورننوتل او ولیدل چې دوې ښځې د هغه پر مړي باندي ژاړي.
مارک اوین لیکې چي وروسته هغه ښځې د بن لادن څخه لیری شوی او بن لادن څو ځله په سینه کي ویشتل سوی وو. هغه زیاتوی چه وروسته د بن لادن په کورکي یومیل توپنګچه او یو میل ماشیندار کلاشنیکوف پیدا کړی.
داسي اټکل کیده چي کتاب د سپتمبر پر ۱۱ نیټه خپورشي کوم چي پرامریکایی عسکرو باندی د ۲۰۰۱ کال د تروهګرو بریدونو د نیټې سره سمون خوری، خو وروسته چي د کتاب کاپی ګانی رسوایی ته راووتې دکتاب دچاپولو نیټه رالنډه اود سپتمبر ۴وټاکل شوه.
د دې ترڅنګ داسي آوازې دي چې ۳۶ کلن مارک اوېن ددغه کتاب په چاپولو سره د امریکا ملي امنیت په خطرکې اچولې دی،ځینو رسنیو د هغه هویت په ډاګه کړ او د هغه وخت راهیسي نوموړي څو ځله د مرګ ګواښونه دانټرنیټ له لارې ترلاسه کړي دي.