دفراه ولايت په پشت رود ولسوالي کې وسله والو طالپانو پر يوه امنيتي پوسته تر وسله وال بريد وروسته يو امنيتي ساتونکى وواژه او يوبل يې ټپي کړ . افغان چارواکي وايي چې بريد نن سهار وختي شوى او په پايله کې دوه سرتېري تر اوسه ورک دي . وسله وال طالبان اکثره اوس په لري پرتو سيمو کې دافغان امنيتي ساتونکو پوستې په نښه کوي او تر ډېره حده يې په عملياتو کې بدلون ليدل کېږي . دورکو امنيتي ساتونکو سرنويشت لا اوس هم نه دى روښانه .