امریکا غواړي افغانستان کښی نوي بچي وزیږوي
له تیری څه مودی مو په خبری رسنیو کی د اربکیو ، سیمه ییزو پولیسو او پاڅونیانو په نامه د مسلحو ډلو یا ملیشو د جوړولو اوازی او خبری اوریدی چی د امریکا او ناټو د لویو قوماندانانو او استخباراتی مامورینو لخوا پلان کیدی او د ځینو هغو افغانی څیرو لخوا چی د تیرو لسو کلونو په دوران کی یی په اداری فساد ، ولس زورونی او نورو بی باکیو کی نوم درلود دغه پروژی په مخ بیول کیدی نن پکی یوبل نوم هم اضافه شو او هغه د ( د افغانستان د مجاهدینو لویه شورای ) چی غواړم درنو لوستونکو ته ددی ملیشو په باب څه ولیکم .
لومړئ د اربکیو پلان :
ددی لړئ پیل د افغانستان لپاره د امریکایی فوځ سرقوماندان جنرال پټرایووس لخوا وشو او دا ځکه چی کله امریکایانو ولیدل چی د افغانستان مسلمان ولس د پیسو ، تش په نامه ابادئ ، یو څو مکتبونو یا د ښځو د بی حیایئ په بدل کی خپل ایمان او خاوره نه پلوری او د خارجی یرغل په وړاندی دخپلو نیکونو په څیر خپل مقاومت ته دوام ورکوی نو خپل هغه جنرال ( پټرایووس ) چی دوی په عراق کښی د شیعه او سنی د جنګولو ماهر باله افغانستان ته راووست او د افغانستان د فوځ مشری یی وروسپارله ترڅو د عراق په څیر دلته هم د افغانانو په مینځ کی په یوه او بل نوم فتنی وشیندی او دوی پکښی خپل هدف ترلاسه کړی
داچی افغانستان له ډیرو قومونو او قبیلو جوړ او د نورو هیوادو په خلاف قبیلوی سستم پکی ډیر غښتلئ ده نو امریکایانو ددی لپاره چی د هیواد ټولی برخی په خپلو کښی سره وجنګوی او یو د بل په وړاندی راوپاروی نو د اربکیو یا قومی وړو لښکرو له عنوان لاندی یی دداسی بی مسوولیته ځوانانو ډلی مسلحی کړی چی په چرسو ، پوډرو، بداخلاقئ ، غلا ،لارو شکولو او همدارنګه د انسانانو په وژلو یی هیڅ صرفه نه کوله او ډیرئ یی پخوانی پاټکیان وه چی ټوله دنیا یی له اعمالو خبره ده او ترننه یی کیسی د خلکو په خولو دی .
دهیواد په ډیرو برخو کښی ددی ملیشو له لاسه زمونږ ډیری پتمنی خویندی بی پته شوی او بی ګناه انسانان یی د مرګ ترخولی ورسول او رسنیو په وار وار مستند راپورونه هم خپاره کړل خو یوه حکومتی ارګان هم ددی بدکارو د نیولو جرآت ونه کړ داځکه چی دا لنډغر د امریکایانو نازولی وه .
خو داچی زمونږ هیوادوال شل کاله دمخه ددی لنډغرو له کړنو او داخلی جنګونو او پاټکونو له لاسه ترپوزی رسیدلی وه نو د یو لنډ وخت وروسته د الله جل جلاله په مرسته او د مجاهدینو د کاری وارونو په واسطه په ډیری تیزئ سره دا پروسه ناکامه شوه او هماغه وه چی د جنرال پټرایووس بستره هم ورسره ټوله او بیرته د پینټاګان په خوا مړی سترګی او په داسی حال کښی چی دټولی نړئ رسنیو پری د یوه ناکام جنرال نوم کیښود له افغانستان نه وتښتید.
دوهم سیمه ییز پولیس :
کله چی د اربکیو پروسه ناکامه شوه او د ولس په زړونو کی ورته بی له کرکی او نفرت بل څه نه ول نو امریکایی جنرالانو او استخباراتی کړیو یی وغوښتل چی د اربکیو په ځای یوه داسی فارموله رامینځ ته کړی چی نوم یی یو څه په چوکاټ برابر خو خلک یی هماغه پخوانی وی ترڅو ددوی او ددوی د روزلی اجیری اردو په ځای د مجاهدینو په وړاندی مقاومت وکړی او د خپلو فوځیانو لویدلئ مورال پری بیرته لوړ کړی خو داچی هماغه لنډغر او لوچک پاټکیان یی د سیمه ییزو پولیسو په رنګ باندی رنګ کړل نو ځکه یی ورته څه ګټه هم ونه کړه او یواځی داچی یو څو بی معاشه او اوزګارخیل یی په تنخوا ونازول او د خړ رنګ دریشئ یی ورواغوستی نور یی څه ترلاسه نه کړل
خو دومره وشول چی د افغان مسلمان ولس په مینځ کښی یو څه نفرتونه راوتوکیدل او د سیمه ییزو پولیسو له برکته سیمه ییزی لانجی او تربګینئ زیاتی شوی او ډیرئ هغه خلکو چی شخصی دښمنئ او لانجی یی درلودلی نو ددی سیمه ییزو پولیسو یا لوچکانو په واسطه لا زیاتی شوی او په مرګونو بدلی شوی.
خو د وخت په تیریدو او د خارجی اشغالګرو او داخلی ملیشو د ظلم او زیاتی د ډیرویدو له وجی دا لړئ هم د پخوا په څیر ناکامه او څه نتیجه یی ورنکړه
دریم ملی پاڅونیان یا د حـزب پاټکـــیان :
دوخت په تیریدو چی کله د امریکایی یرغل په وړاندی د افغانانو مقاومت یا د ازادئ جګړه د امریکا په تاریخ کی د دوی په خلاف ترټولو د اوږدی جګړی نوم خپل کړ او د ویتنام له جګړی مشره شوه نو د امریکا مشران او نظامی مسوولین یی ډیر وننګول
امریکانو چی د تیرو لسو کالو په دوران کښی یی د هرډول وسلی او وسیلی نه کار اخیستئ وه او غوښتل یی چی د مجاهدینو او ولس ترمینځ بی باوری راولی او هم د مسلحانه مقاومت مخه ډپ کړی خو دا ټولی هڅی یی بی له دی چی ددوی ځانی او مالی تاوانونه څو چنده زیات شی بل څه نتیجه ورنکړه او د مجاهدینو او ولس رابطی لا پسی زیاتی شوی خو :
دا یو تریخ حقیقت ده چی د افغانستان روانه غمیزه د دوه معلوم الحاله ډلو ( شمالی ټلوالی او حزب اسلامی ) ترمینځ د خپل منځی جګړو زیږنده ده او همدا دواړه ډلی وی چی د پرچم او خلق هیواد دښمنه غلامان یی په خپلو صفونو کی ننویستل او مسلمانان یی پری تردی ځایه راورسول
او د جهاد ارزښتونه یی په اوبو لاهو کړل او باید داهم له یاده ونه ایستل چی :
په افغانستان د امریکا د یرغل په لمړیو ورځو کښی ټول ولس ددی شاهد وو چی د امریکا استخباراتی ډلی او ځانګړي ځواکونه (سپیشل فورس ) د شمال ټلوالی لخوا زمونږ هیواد ته راننوتل او ددی ټلوالی لخوا ورته رهنمایی کیدله چی په دی اړه د (C I A ) د پخوانی کارکوونکی یا ایجنټ ( Michael scheuer ) کتاب کتلای شئ چی په هغی کښی هغه ټول اسناد شته چی ددی ټلوالی مشرانو او بزرګانو ته یی د ډالرو کارتنونه ورسپارلی وه او په تیره بیا د هاغه شیخ کیسه هم پکښی ده چی د جهاد په وخت کښی یی د عربو ریالونه ،ډالر او سره زر د جهاد په نوم په خپله مکاره ژبه ( په بډه وهلی ) وه خو د (cia) ډالرو ته د خندا بهانه یی کتاب لیکونکی ایجنټ ته داسی ساده بیانوله لکه چی لیکی :
چی کله مو سپین ګیری شیخ ته یو لک ډالر ورکړل نو وه یی خندل او بیا یی د خندا علت دا وښود چی (تر اوسه می دومره ډیر ډالر نه وه لیدلی)او داسی نور حقایق نوهمدا لامل وه چی د ټلوالی جنګسالاران یی په لوړو پوستو وګمارل چی ترننه خپل ولس زوروی .
د شمال ټلوالي جګړه ماران که څه هم پدی بریالی شول چی د امریکا خواخوږي ترلاسه کړی اوبیا امریکا ددوی په مشورو عمل وکړی خو له بلی خوا د حزب اسلامی ډله هم غلی پاتی نشوه که څه هم د یرغل په لمړی سر کښی سره له دی چی د حزب لوړرتبه هیئت امریکایانو سره کتلی هم وه خو د هغوی د اعتبار وړ ونه ګرځیدل
نو د حزب ګوند ډیرئ مشرانو دا وپتیله چی کابل کښی رسمی کار شروع کړی او د راتلوونکی لپاره د امریکا د خدمت چانس له لاسه ورنه کړی چی بیا یی وار په وار د امریکا د انتخابی پروسو له لاری د هیواد په کچه د افغانستان د مزدور رژیم دریمه برخه له حزبیانو ډکه شوه او یواځی څو د ګوتو په شمار غړی یی د مخالینو په نوم پریښودل
خو بیا هم (پاتی حزبیانو) دا هڅه کوله ترڅو د کابل اداری اکثریت ددوی لاس ته ورشی چی د همدی موخی لپاره حزب اسلامی له نن یونیم کاله وړاندی کابل ته خپل هیئت واستاوه ترڅو د امریکایانو سره معامله وکړی او هلته یی د امریکا له سفارت سره پټه ناسته هم کړی وه او دا یی هم ورته ویلی وه چی که په حزب اسلامی باور وکړئ نو ستاسو تلفات به بیخی کم او سوبه به مو حتمی وی .
چی په نتیجه کښی امریکایانو د اربکیو په ځای د ملی پاڅون په نامه یوه بله ډرامه شروع کړه او دا څو میاشتی وشوی چی د مجاهدینو په ضد د پاڅون په نامه ډرامه د غزنی د اندړو له ولسوالئ نه د څو معلومو حزبی څیرو لخوا پیل او دادئ اوس یی سر لغمان ، کندهار ، ننګرهار او نورو ولایتونو ته د رسولو هڅی کیږی چی ددی بدرنګه پلان د تطبیق دمخه یی د پورته ولایتونو په ډیرو سیمو کښی په مسجدونو کښی بمونه والوزول او ځینی بااثره شخصیتونه یی ووژل او داسی نور شرانګیزه اعمال یی ترسره کړل ترڅو د عام ولس په سترګو کښی خاوری واچوی او په ترڅ کښی یی خلک مسلح او یوتربله یی وجنګوی خو د الله په فضل تیږه یی بر نکوی او ژر ده چی د اربکیزم په انجام به واوړی .
دپام وړ !
که څه هم دامریکا حکومت نه غواړی له افغانستان نه خپل فوځونه په خپله خوښه وباسی خو د مجاهدینو د تندریزو حملو او خپل کاواکه اقتصاد له وجی مجبور شوی خپلی پښی سپکی کړی نو له همدی امله یی نړیوالو ته ۲۰۱۴ م کال له افغانستان نه د فوځونو د ویستو نیټه ښودلئ
نو غواړی چی د خپلی احتمالی تیښتی وروسته افغانستان یو ځل بیا د هاغو لنډغرو پاټکیانو او د چوکئ او قدرت وږو ډلو ترمینځ لکه د بزکشئ خوسئ وغورځوی چاته چی د شوروی فوځونو له ماتی وروسته همداسی پاتی شوئ وه او دواړو ډلو یی د خلق او پرچم په مرسته هرڅه لوټ او ټول هیواد یی په ملوک الطوایفی بدل کړ.
خو دا هم د پام وړ ده چی اوس افغان ولس پدی توطیو ښه پوهیږی او د وخت نزاکت ته پوره متوجه دی او دا ډنډوری به یی کله هم ګمراه نکړی
وروستئ ګوزار ( د مجاهدینو لویه شورا) :
د پورته وسیلو له کارولو وررسته امریکا او داخلی مزدوران یی غواړی یوه بله لوبه د وروستي ګوزار په شکل وکاروی او یوځل بیا هغه عناصر چی پخوا یی د روسانو په خلاف په جهاد کښی برخه اخیستی وه او د جهاد مشری یی کړی یا یو څه کسان ورپسی روان ول او دا لس کاله د امریکا په چوپړ کی پراته دی او د اشغال مرسته یی کړی اوس غواړی دا کسان یو ځل بیا د جهادی قوماندانانو او مجاهدینو په نامه راټول او د هیواد په ګوټ ګوټ کښی ورته د دفترونو د خلاصولو او شورا ګانو د جوړولو زمینه برابره کړی او بیا ترینه د خپل ځان په ګټه او د افغانستان د مظلوم ولس په ضد کار واخلی .
امریکا اوس کوشش کوی چی په افغانستان کښی سمتی ، ژبنی او قومی تعصبونه په ډیره تیزئ سره وکری او ځان ته اوبه خړی کړی چی د کونړ روانه غمیزه یا تصنعی جګړه هم ددی لوبی یوه کړئ ده .
متل ده چی ( ازمویل شوی نه ازمویل کیږی ) نو دابه هم یوه ناکامه هڅه وی ځکه ملت ورته نور اهمیت نه ورکوی اوبله داچی افغانان هیڅکله پردئ یرغل نشی منلای اونه ورته سر ټیټوی او ترهغی چی خارجی عسکر له هیواد نه وتلو ته نه وی اړ شوی وسله وال مقاومت به د یوی لحظی لپاره هم که خدای کول تم نشي او لکه څنګه چی د شورویانو له وتلو وروسته خلقی ګوډاګیان افغانانو ونه زغمل همدارنګه به که خدای کول غربي ګوډاګیان اوغله که د اربکی ، سیمه ییز یا پاڅونی په نومونو وی ونه مني او د شهیدانو ارمانونه به ځای نیسی او اسلامی نظام به جوړیږی إن شاالله .