کندهار افغانستان- دکندهار امنيتي چارواکي وايي،چي په تېره اوونۍ کي يې په ښار او اولسو ولسواليو کي ددريو مشترکو او اوو ځانګړو عملياتو پرمهال ددوو ځانمرګو په ګډون ددولت ٢٣ وسله وال مخالفين وژلي او نيولي دي.
دکندهار دامنيت امرسمونوال رحمت الله ،چي نن يې رسنيو ته خبري کولې وويل،چي داعمليات په بېلابېلو وختونو کي ترسره سوي او په پايله کي دوه ځانمرګي بريدګر او ١٥ وسله والو مخالفين ژوندي نيولي او ٨ نور يې وژلي دي.
هغه زياته کړه،چي ورسره په څنګ يې ٦٠ کړۍ ماينونه، چاودېدونکي توکي او بېلابېلي وسلې ترلاسه کړي دي.
دامنيت امر همداشان خبر ورکړ، چي دجنايي جرمونو په وړاندي دمبارزې پوليسو په تېره اوونۍ کي دغلا، قتل، ژوبل کولو او نور جنايي پېښو په تړاو ١٦ تنه نيولي،چي زياته برخه يې دزرنج موټرسايکل غله دي.
هغه زياته کړه،چي په ورته وخت کي څلور تنه دنشه يي توکو په وړاندي دمبارزې دپوليسو له لوري نيول سوي،چي په دوو عرادو موټرونو کي يې ٨ ګرامه هيروئين ، ٦٦٦کېلو ګرامه چرس او نور نشه يي توکو يې لېږدول.
دامنيت امر په تېره اوونۍ کي پوليسو ته دتلفاتو په اړه وويل،چي په ښار او ولسواليو کي ورته زيان اوښتې ،خو کره شمېره يې په لاس کي نه لري.