ګیدړه ډېره هوښیاره وه، خو کوتان تر هغې لا هوښیار وو. یوه ورځ ګیدړي کوتان په خپل کور کي مېلمه کړ. کله چي کوتان د ګیدړي کور ته ورسېدی، نو ګیدړي وویل:
– سلام، کښېنه، زه به ډوډۍ راواخلم. ما نن ښوروا پخه کړې ده.
لږ وخت وروسته، ګیدړي دوه غټ، هوار غابونه راوړل او پر سترخوان ئې کښېښول. هغې په غابونو کي ډېره خوندوره ښوروا واچوله، او وې ویل:
– هیله ده، چي دغه ښوروا ستا خوښه سي.
ګیدړي ډېر ژر خپل غاب خالي کړ، خو د کوتان لپاره مشکل وو چي په خپله اوږده مشوکه له غاب څخه ښوروا وخوري. ګیدړه دې ته متوجه سوه، او وئې ویل:
– بخښنه غواړم، ستا لکه چي دغه ښوروا ډېره خوښه نه سوه. خیر دئ په زوره ئې مه خوره، بل وار به تر دې ښه شی درپوخ کړم.
له دې سره هغې د کوتان غاب هم واخیستی او د دروازې تر شا ئې هغه غاب هم خالي کړ. کوتان بې له څه ویلو څخه وږی کور ته ولاړی او له ځان سره ئې وویل چي زه به د ګیدړي سره جوړ سم.
څو ورځي وروسته کوتان ګیدړه ډوډۍ ته وبلله. ګیدړه په خوښۍ سره ورغله، او سترخوان ته په انتظار کښېناسته. له اشپزخانې څخه ډېر خوندور بوی راتلی، خو کله چي کوتان ډوډۍ راوړه، نو ګیدړه ډېره حیرانه سوه. ځکه کوتان هم ښوروا پخه کړې وه، خو هغه په دوو نریو منګیانو کي اچولې وه. کوتان په خوند، خوند خپله ښوروا چښل. ځکه د هغه مشوکه په منګي کي ځایېده، خو ګیدړي یوازي سیل کاوه. کله چي کوتان ولیدل چي ګیدړه په مشکل اخته ده، نو ئې وویل:
– وبخښه، ستا لکه چي دغه ښوروا خوښه نه سوه. خیر بل واري به زه تر دې ښه شی درپوخ کړم.
له دې سره ئې د ګیدړي څ-خه منګی واخیست، او ټوله ښوروا ئې خپله ځني وچښله. ګیدړه سملاسي د کوتان له کور څخه ووتله، او خپل کور ته وږې ولاړه کله چي ورسېده، نو شکر ئې وکیښ چي پر لاري یو چا له هغې څخه پوښتنه ونه کړه چي کوتان هغې ته څه شی ورپاخه کړي وه.
له دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي نورو ته په هغه سترګه وګوره، چي ته یې له نورو څخه تمه کوې.
(د یونان له هیواد څخه)