یو وخت د ګیدړي څو بچیانو د خپل کور دباندي بازۍ کولې. یو باز هغوی ولیدل، هغه ژر راکښته سو، یوه کوچنۍ ګیدړه ئې په منګلو کي ونیوله او خپلي ځالګۍ هت ولاړی. ګیدړي دا هر څه په خپلو سترګو ولیدل او په باز پسي سوه.
کله چي باز خپلي ځالګۍ ته ورسېدی، ګیدړي نارې کړې؛
– زما بچی مه وژنه، زه به ئې بیه درکړم.
خو باز وخندل. ګیدړي د خپلو خبرو ډول بدل کړ او باز ته ئې اخطار ورکړ:
– که ته زما یو بچی ووژنې، زه به تا ساتا ټول بچیان ووژنم.
باز وبېرېدی، ځکه هغه ګیدړه ښه پېژنده او په دې پوه وو، چي هغه ټوکي نه کوي، باز وویل:
– ته به دا څنګه وکړې؟
ګیدړي وویل:
– ته ودرېږه.
ګیدړه ځنګله ته ولاړه. هغې یو ځای بل اور ولیدی. هغې له اور څخه یو بل لرګی راواخیستی او بیا ئې د هغي وني سره کښېښوی، چي د باز ځالګۍ پکښپي وه. وني سملاسي اور واخیستی. باز پوه سو، چي د ګیدړي اخطار بې ځایه نه وو. نارې ئې کړې:
– زه به ستا بچی درکړم، خو لطفاً اور مړ کړه.
باز ګیدړي ته د هغې بچی ورکړ. ګیدړي پر اور رېګ واچاوه، چي مړ سي. بیا ئې هیڅکله خپل بچیان یوازي پرې نه ښوول او باز له هغه راهیسي ګیدړي ته نژدې نه ورځي.
موږ له دې نکل څخه دا زده کوو چي موږ باید د یو چا د ښه وضعیت څخه ناوړه ګټه وانه خلو.
(د یونان له هیواد څخه)