کور / تازه خبرونه / د افغان او ایساف ځواکونو د ګډوعملیاتو راپورونه

د افغان او ایساف ځواکونو د ګډوعملیاتو راپورونه

لراوبرته په رارسیدلي خبر کي راغلي دی چي دایساف او افغان ځواکونو دهوایی بریدونو په ګډو عملیاتوکي نن د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي کي دوه وسله وال مخالفین وژل شویدی اوملکی تلفات نلری.
په خبرکي راغلې دی چي دلوګر ولایت د پل علم په سیمه کي دحقانی په ډلي پوری اړوند مخالفین هغه وخت ونیول شول چه دچاودیدونکو توکو په جوړولو بوخت وو.
همدارنګه دغزنی ولایت د ګیلان په سیمه کي د افغان او ایساف ځواکونو په ګډوعملیاتو کي دطالبانو یومشراوڅو تنه شکمن کسان نیول شویدی.
بله خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لراوبر ته په یوه خبرکي وایي چي بیګا شپه داندړو ولسوالی په صاحب خان کلي کي د پاڅون کونکو اربکانودوي پوستي نیولی دی ، ۵ تنه یی وژلي او ۶ تنه د طالبانو لیکو ته تسلیم سویدي.
هغه زیاتوی چي په دغوبريالیوعملياتوکې داربکيانونه چې ځان( پاڅون وال) هم بولي يوميل آرپي جي راکيټ ، يوميل پيکا ماشيندار ، شپږ ميله کلاشينکوفونه او يو عراده موټر سايکل مجاهدينو په غنيمت ونيول او پوستې يې له بيخه ونړول شوې .