کور / تازه خبرونه / کندهار: له يوه ۱۲ کلن ماشوم څخه سر غوڅ سوئ دی

کندهار: له يوه ۱۲ کلن ماشوم څخه سر غوڅ سوئ دی

دچارشنبې په ورځ د پنجوایی ولسوالي د سپیروان په کلي کي يو داسي ۱۲ کلن ماشوم وموندل سو چي سر يې ترې غوڅ سوی و ، د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي پړې ګوته طالبانو ته نېوله سوې ده خو طالبانو دغه تور په کلکه رد کړئ دی .د پنجوايي ولسوال وايي چي له ېښي خبر سوی دی خو د پلټنو تر بشپړېدو يې د څه ويلو څخه ډډه وکړه .
په دې اړه له کندهار ولايت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د وژل سوي ١٢ کلن ماشوم مشر ورور په ژړۍ ولسوالي کي د محلي پوليسو په ليکو کي وظيفه لري .
بله خوا په کاپيسا ولايت کي هم د يوې ماشومي نجلۍ څخه سر غوڅ سوی دی چي نه يې قاتل پيدا سوئ او نه يې چا پړه منلې ده .