باجوړ: په باجوړ قبائیلي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو په منځ کې د زیارت په ورځ په شپږمه ورځ خگړه روانه وه چې پکې د مرگ ژوبلې په حقله مختلف رپورټونه راغلې دي.سیمې نه د زیارت په ورځ رپورټونو کې ویل شوې وو نښتو کې اته وسله وال وژل شوې دي. د تیرې ورځې د رپورټونو ترمخه جگړه کې درې عسکر او شپږ وسله وال وژل شوې وو.سیمه کې امنیتي چارواکو د زیارت رسنيو ته د ١٨ وسله والو د وژنې دعوې هم کړې ده.امنیتي ځواکونه او وسله وال اکثر یو بل ته د زیان اړولو دعوې کوې چې اکثر يي په ازاده توگه تصدیق ځکه ممکن نه وي چې سیمه کې خبریالان د غیر یقیني امنیتي حالاتو په وجه په ازاده ډول خپله دنده نشې ترسره کولی.رپورټونه وایي، د پاکستان په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې او باجوړو کې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې ۱۲ پاکستاني سرتيري وژل شوي او یو شمېر ورک د د جنوبي وزیرستان د نښتې په اړه رسنۍ د ځینو پاکستانیو استخباراتي سرچینو له خولې وايي، چې نن سهار په غټ بدر سیمه کې وسله وسله والو طالبانو پر پاکستانيو امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په کې د نهه تنه پاکستاني عسکرو په ګډون اته تنه طالب وسله وال وژل شوي او لس نور ژوبل دي.د طالبانو ویاند ادعا کړې چې وسله والو ۱۲ امنیتي سرتیري وژلي دي. خو د پاکستان امنیتي سرچینو ددغه ادعاوو په باب لا څه نه دي ویلي.بلخوا د باجوړایجنسۍ په سالارزو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر مینځ تېره شپه په یوه نښته کې د ایف سي ځواکونو د چارواکو په خبره، درې امنیتي سرتیري وژل شوي او یو شمېر ورک دي.د چارواکو په خبره په دغه نښته کې ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي، یو زخمي او اته وسله وال نیول شوي هم دي.دغه نښتې نن په پنځمه ورځ هم دوام لري، چې په کې تر اوسه ۱۰ امنیتي اهلکار، لښکریان او ۴۲ وسله وال وژل شوي دي. د دې نښتې له امله ګڼ شمېر خلکو کډې کړې دي.وړاندې د تحریک طالبان پاکستان مالاکنډ ډویژن ویاند سراج رسنيوته ويلي ول چې دغه برید د باجوړ او مالاکنډ طالبانو په شریکه کړی دی.دتحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند احسان الله احسان له نامعلومه ځایه ادعا کړې چې د باجوړ په باټوار سیمه کې یې په بیګانۍ نښته کې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژلي او لس یې یرغمال کړي دي. خو پاکستانیو امنیتي چارواکو لا ددغه ادعاو په اړه څه نه دې ویلي.باجوړ ایجنسۍ کې چارواکي وايي لاهم په سیمه کې د پوځ او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او په تازه نښتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي دي.په سیمه کې رسنۍ د ځايي چارواکو په حواله وايي چې وسله وال طالبان د باجوړ ایجنسۍ په ( باټوار ) سیمه کې وژل شوي دي. په وژلو شویو کې د سوات د طالبانو دوه قومندانان خاطر او ترابي هم شامل دي.په باجوړ کې د اګست د ۲۴ مې نیټې نه د طالبانو او حکومتي سرتیرو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې ولسي خلک بې کوره شوي هم دي.په کرمه ایجنسۍ کې بېګا شپه ناوخته وسله والو په ډزو کې یو ځايي قومي مشر ملک حاجي زمان او د هغه یو بل ملګری ژوبل کړي دي. په سیمه کې خبريالان وايي دا پېښه په ( میر باغ ) سیمه کې رامنځ ته شوې، د دواړو ژوبلو کسانو وضع د اندېښنې وړ ده او د درملنې لپاره د هنګو روغتون ته بیول شوي دي. ملک حاجي زمان د مسیزو قام مشري په غاړه لري او د ده د خپلوانو وینا ده چې شخصي دښمني هم لري، نو نه شي ویلی چې برید پرې چا کړی.