دا هغه صفت دی چې مونږ پښتنو په ټولنیزه توګه بایللی دی -زمونږ چې کوم خوا مخه شي نو بیا د ستنیدو عادت نه لرو -که په روا یو که په ناروا خو خپله خبره ځایول زمونږ زوړ عادت دی-بیلګې يې تاسو لیدی شئ چې مونږ که د چا سره
بحث کوو نو ښه پوهیږو چې په ناروا یو خو ترهغې اړم یو چې خبرې مو کنځلو ته ورسیږي-د ژوند په هرکار کې مونږ جذباتیان یو او ځکه خو مونږ پرمختګ هم نه شو کولی-که د یو سیاسي ګوند سره ملګري شو نو د خپل مشر هره ناروا خبره هم روا ګڼو او که څوک نیوکه پرې وکړي نو یا خپل سر ماتوو یا د نیوکه کونکي-که زمونږ د ټولنې کوم سړی تبلیغي شي نو نور ټول مذهبي کارونه ورته عبث ښکاري لکه جهادیان يې سخت بدي شي او که کوم سړی د جهادي ګوند غړی شي نو تبلغیان ورته ټول وزګارخیل ښکاري-کوم سړی چې دیني علم وکړي نو عصري زده کړې ورته کفر ښکاري او کوم چې عصري زدکړې وکړي نو دیني پوهه ورته د وخت بربادي ښکاري-معاشي حالات مو داسې دي چې په یوه پوهه کې هم د کمال تربریده رسیدی نه شو نو نیمچه دیني پوهانو ته نور خلک نزدې نزدې ټول لارورکي ښکاري او نیمچه عصري زده کونکي ته مذهبي طبقه ګمراهه ښکاري–حکیمانو ته ډاکټران په شاړه سر ښکاري او ډاکټرانو ته حکیمان غوایان ښکاري-او نن سبا خو راته هغه د دوه لسیزو زړه د پښتونخوا د کوڅو کرکټ فوبیا په افغانانو کې ځلیږي-چې د جمعې په مونځ ولاړ وو او یو هلک په غوږ کې د ریډیو تار لګولی وو او دومره نشه کې تلی وو چې جمات کې يې جغه کړه(چهکا)یعنې شپږیزه—او بیا خلکو پرې راباندې کړل سم يې وغربوو-نو مونږ لوي واړه وس په هغه رنځ اخته شو-چې درسته ورځ د سحره ترماښامه د کرکټ په سر نور قامونه کنځو-او لوبه هم لکه د جنګ ګڼو-او ټولو سترو د پښتنو فیس بوکي ګروپونو کې هم دغه شور ماشور دی چې فلانی ښه لوبغاړی دی فلانی نن په صفر وسوزیدو –هاي هاي افسوس دی -ماته خو د څو ورځو نه داسې محسوسیږي چې مونږ ته هیڅ کومه قامي ستونزه نشته چې زرګونه پښتانه پرې بحث وکړو -په سور اور کې ولاړ یو او د خپله بده حالته حیا نه راځي او اړم یو وس پردۍ لوبې هم ټوله ورځ ګورو او خپل وختونه بربادوو–لوبه چې مهذبه نړۍ يې د خلاسیدو تروخته وګوري خوند ترې واخلي او بیا خپل کار کوي خو زمونږ نه د تیرې میاشتې او کال ګټه او بیلات هم نه هیریږي او خپل زړونه مو وخواړه—
یاره! کوم داسې عمل هم شته چې مونږ پکې د میانه روۍ یا اعتداله هم کار اخستی دی؟که د چا سره مو دښمني شي نو د نیکونو نه ترنمسو چې پورې يې کنځو او چې نوغی مو ورله ویستلی نه وي نو بخښو يې نه-که مونږ په روا یو که په ناروا یو خو مخالف ته هم دغه رویه لرو-په وړه پوله یا د زمکې په یوه لویشت ځاي په کلونو کلونو د عدالتونو چکرې وهو او اوګې مو ټوپکو کږې کړې-په دغه وخت کې راته بل ورور پښتون ښکاري نه مسلمان او نه انسان او نه راته د جرګې هغه پریکړه د منلو وړ وي چې زمونږ په خلاف کې وشي-او د هرې جمعې په ورځ د ملایانو اوږده اوږده تقریرونه اورو او لکه د بیم د مارانو ورته غلي ناست یو-خپل بچیان د مونځونو په نه کولو وهو او ټکوو خو بیا د خپل تربور خلاف ورته پخپلو لاسونو ټوپک غاړې ته اچوو چې ورشه او مړ يې کړه-په کوڅه کې ماشومان د یوه بل سره په وړوکې خبره شر وکړي نو مونږ مشران پکې د یو بل سرونه مات کړو-د خپلو تورسرو حیا راته ډیره ګرانه ده او مخ ښکاره کول يې راته د پښتو او اسلام د نه منلو برابر ښکاري خو کلي او وطن کې شر هم داسې کوو چې مرګونه وکړو نو بیا همدغه تورسرې په پردو کوڅو خیراتونو غواړي او په بازارونو کې لوڅ سرونه د ټوک ډوډئ د پاره په دوکانونو ګرځي او یوه یوه روپۍ راټولوي-یا په تمبوانو او کوډلو کې د خپلو یتیمانو بچیانو سره د ژوند شپې سبا کوي-
مونږ د خپلې پوزې نه اخوا هیڅ نه وینو -کار کوو خو پايلې يې په نظر کې نه ساتو-خپله بې عزتي مو بدي شي خو د خپله لاسه خپله بې عزتي کوو-خپلې تورسرې سرتوروو او چړ ته يې کښینوو-د خپلو اولادونو مونږ پخپله ستر دښمنان یو-د نورو قامونو دښمنۍ ته خو د خبرو تربریده بیخي یو موټی یو خو خپل منځ کې مو د یو بل پرمختګ بدي شي او یو پښتون د بل پښې راکاږو-او که دروغ نه وایو نو مونږ پخپله د ځانونو ترټولو ستر دښمنان یو خو د حقیقته تل سترګې پټوو–زمونږ د ژوند کوم داسې اړخ هم شته چې مونږ پکې لکه د نړۍ د نورو قامونو د اعتداله کار اخستی؟ماته خو نه ښکاري -په ټولنه کې له واکدارانو مونږ تل ګیلې کړي خو د ولس (سیول سوسایټي)یا زمونږ خپل چې قامي کردار کله مونږ ترسره کړی؟د هند او پاکستان ترمنځه دوه ستر جنګونه شوي او زرګونه خلک او عسکر پکې مړه شوي خو دلته دا رواج هم ترسترګو کیږي چې د هند ادیبان وکیلان او صحافیان د واګه په پوله جوپې جوپې لاهور ته ځي او د ولس سره کښیني-او دغسې د پاکستان صحافیان وکیلان شاعران او ادیبان د هند د خلکو سره کښیني او ددې خبرې نه انکار نه شي کیدی چې دوي د دواړو وطنونو په جنګ بندۍ او روغه کې ستره ونډه لري–یاده دې وي چې دې د سیول سوسایټۍ غړو ته حکومت نه وايي چې تاسو داسې وکړئ خو دوئ پخپله خپل ولسي کردار ترسره کوي-او دواړو ولسونو ترمنځه تاو تریخوالی ختمول غواړي-او د لوپډلو لوبغاړي يې د امن سفیران ګڼلی شي په ګټه تاوان يې سرونه نه خوري خو تاو تریخوالی ختمول يې موخه وي-
نو زمونږ په قام کې څوک داسې صحافی ډاکټر لیکوال شاعر یا نور ولسي خلک نشته چې د خپل راتلونکي د پاره د اعتدال لاره خپله کړي؟دا قام ددې سترې بربادۍ د لارې راستون کړي؟او د مخالف وطن ولس په دې خبره داده کړي چې واکدار مو ستاسو په مرسته ترچوکیو رسیدلي او زمونږ سره ظلم کوي؟
مونږ په ويئنا خو د جرګو مرکو قام یادیږو خو په عملي توګه بیخي د شر په لار روان یو- د بدۍ جواب په بدۍ ورکول هیڅکله هم هوښیارتوب نه دی-زمونږ قامي حالات داسې دي چې مونږ ته یوه (صلحه حدیبیه)پکار ده-زمونږ قامي معاشي حالات داسې دي چې مونږ ته اوږه ښکته کول پکار دي-مونږ ته له زغمه او صبره کار اخستل پکار دي–او مونږ ته جذباتي نعرو هیڅ حاجت نشته -مونږ ته په دې ستونزمنو حالاتو کې یو ستر ولسي رول لوبولو ته اړتیا ده-او دا کار به مونږ ولس کوو -او د اعتدال او هوش لار به خپلوو که داسې ونکړو نو مونږ خو غرک یو خو خپل راتلونکي نسلونه به هم غرک کړو
—-
وما علینا الاالبلاغ