دغزني امنيتي چارواکي وايي چې دګيلان په ولسوالي کې دنړۍ والو پوڅيانو په مټ پراخ عمليات کړي او نهه ٩ وسله وال طالبان يې وژلي دي . چارواکووويل چې دوژل شويو طالبانو مړي په ګيلا ن ولسوالي کې پاته دي او تر اوسه لا چانه دي وړي . دغزني چارواکي داخبره هم کوي چې په همدې عملياتو کې دوسله والو طالبانو درې په وسلو سامبال ملګري نيولي دي خو پخپله وسله والو طالبانو دې خبري ته غبرګون نه دى ښودلى .