کور / راپور / بلخ: د کوچني اختر د مشاعرې حال

بلخ: د کوچني اختر د مشاعرې حال

بلخ کې ( اختر د ټولو مبارک شه) تر نامه لاندې د  کوچني اختر په وياړه مشاعره وشوه. 


راپور: جاويد واک


له جنګ څخه ستړيا، د سولې غوښتنه، دظلم پايته رسول اود ميني فضا رامنځته کول، هغه خبرې وې چې د اختر په وياړ په جوړه شوې مشاعره کې بلخي شاعر جلات خان مينه پال په شاعرانه ژبه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې.


په بلخ کې هر کال د کوچني اختر په وياړ يو ځل د بلخ ادبي خوځښت لخوا اختريزه مشاعره ترسره کېږي، چې ورته د بلخي شاعرانو په ګډون د هيواد له بېلابېلو ولايتونو څخه شاعران او فرهنګيان راځي.


د کوچني اختر په وياړ سږنۍ مشاعره د وږي په ۹مه نېټه د بلخ ولسوالۍ په ام البلاد هوټل کې ترسره شوه، چې د ويندويۍ چارې يې توريالي جلالزي او غلام علي ملکزي پر مخ وړلې.


د مشاعرې په پيل کې د ښه راغلاست وينا وړاندې شوه او ورپسې د شمال د خلکو د عنعنوي اصلاحي جرګې د مشر حاجي صاحب عبدالستار اسحاقزي پيغام ولوستل شو.



د پيغام په يوه برخه کې راغلي وو، چې خدای پاک  دوه ډوله مخلوقات پيدا کړي، چې يو ډول يې روح والا دي او بل ډول يې بې روحه. روح والا مخلوقات بيا په دوه ډوله ويشل شوي، چې يوې برخې ته يې انسانان وايي او بلې برخې ته يې حيوانات وايي.


د انسان او حيوان توپير همدا دی، چې حيوان يواځې د ځان د مړولو او چاغولو په فکر کې وي، خو د انسان د ژوند اصلي مانا داده چې د نورو لپاره کار وکړي او له ستونزو سره په کله مبارزه وکړي.


په پيغام کې ويل شوي وو، چې تاسو د بلخ ادبي خوځښت ځوانانو خپله انساني او وجداني وظيفه سرته رسولې او لا هم په دې لاره کې هڅې کوئ.


د پيل له پرانيستې او وينا څخه وروسته د مشاعرې د ګډونوالو په ګرمو چکچکو سره مشاعره پيل شوه، چې هر شاعر ته  به لاسونه پړکېدل او د بيا بيا ووايه نارې به ورته وهل کېدلې.


مشاعره به کله د يوه مينه ناک شعر په لوستلو ښه مسته شوه او کله به يې هم د روانو ناخوالو په اړه د شعر په لوستلو تراژيده بڼه غوره کړه.


ياده مشاعره ماسپښن دوه بجې پيل شوه، چې د مازيګر تر پنځو بجو پورې يې دوام وکړ. په ياده مشاعره کې د بلخي شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون له جوزجان ولايت څخه هم يو شمېر شاعرانو ګډون کړی وو او پکې يې شعرونه ولوستل.


په پام کې نيول شوي وو چې په دغې اختريزه مشاعره کې به د ټنګ ټکور پروګرام هم وي، خو د ځينو ستونزو له امله دغه برخه پکې نه وه.


د يادونې وړ ده چې په بلخ کې د نوي کال او اختر په وياړ هر کال سترې مشاعرې او په لوی اختر کې اختريزه مېله ترسره کېږي.


بلخ ادبي خوځښت په بلخ کې له تېرو څو کلونو راهيسي د افغاني ادب د ودې  لپاره هڅې کوي او د درېو څانګو په لرلو سره يې د بهيرونو د اونيزو غونډو لړۍ هم ښه پر مخ روانه ده.