کور / شعر / ورکې سترګې او له سترګو ورک سړی

ورکې سترګې او له سترګو ورک سړی

له ډیرې تندې مې ستومانه بدن څړیکې وهي
او له پڼو نه مې دوینو څاڅکي کرښه کرښه
دبیابان په وروستنیو شګو لیکي دمزله سندره
دادی دښار پر دروازه ولاړ یم
داسې څوک شته ؟
چې مې خړوب کړي،
چې یویخ جام راکړي دسترګو دموسکا له چینو؟
هه !
څومره بېځایه تمه
څومره ناپایه هیله
دغه پردیس ، مګر په دې بازار کې څوک پیژني ؟
نه مې لستوڼي کې درهم شته نه کیسه کې سکه
څومره بدمرغه ښار دی
څه ناخبره ښاریان
هېڅوک به خپل اتل ونه پېژني
دټولو هېر یمه ، دهرچا له خاطر وتلی
مګر ددې بازار له منځه هاغه دوه سترګې اشنا دچا دي ؟
څومره خوږې دي ، څومره ښې لګیږي ؟
کلونه وړاندې، دسفر په لومړني منزل کې
زماپرماشومو پاپلیو او زلمیو شیبو
داسې خوږې داسې مغرورې سترګې
ما سره مل له دغه ښاره ولاړې
هغه کلونه ، د رویا په ټال کې وزنګېدم
او دسفر په لومړني توپان کې
هغه دوه سترګې رانه ورکې شولې
بیا تلمه تلمه دځوانۍ په لوري
هی میدان و طی میدان وخار مغیلان
چې پر کوچۍ لیلا مې پېښه وشوه
یوه شپه دمه شوم
ترزلفولاندې خوب راغی
دژوند ستومانه ساه مې دمه کړله …
خو ګلغوټۍ په غوړیدو وه چې راویښ یې کړمه
دژوند له دمې يې راپاڅولم
یوه د اور په لمبه رنګ ګلغوټۍ
یوه نازکه پاڼه ډکه
له سکروټودعشق
دګلغوټۍ دمینې اور رانه کوچۍ هېره کړه
لکه پیریانو وي نیولی
لکه کوډو بنګسارکړی سړی
دژوند په وچه په سوزانه دښته
ماخپلې اوښکې ګلغوټۍ ته ورکړې
چې رانه مړاوې نه شي
خو زما په اوښکو دسکروټو اورلمبه لمبه شو
ګلغوټۍ وسیزلم
ګلغوټۍ دود شوه ګلغوټۍ ولاړه
زما دسفر وروستی منزل یې ددوزخ درشل کړ…
تردې مې وروسته هرڅه هېر دي ، هېڅ مې نه یادیږي
اودادی زه دژوندستومانه پردېس
له ډیرې تندې مې ستومانه بدن څړیکې وهي
او له پڼو نه مې دوینو څاڅکي کرښه کرښه
دبیابان په وروستنیو شګو لیکي دمزله سندره
خو، په دې ښار کې دچا نه یم په یاد
مګر ددې بازار له منځه هاغه دوه سترګې اشنا دچا دي ؟
څومره خوږې دي ، څومره ښې لګیږي ؟
یوڅوک دې دومره راته ووايي چې :
هاغه دوه سترګې د رویا دي ؟
دکوچۍ دي ؟
که دهغې اورنۍ ګلغوټۍ ،
چې یې زمادسفر لاره له لمبو ډکه کړه ؟
په ټول بازارکې همدا دوه سترګې دي
چې لازما لپاره مینه لري
خو زه ترې ورک یم ، ماموندلای نه شي
او زه لانه پوهېږم
چې زما له درېیو منزلونوڅخه
دغه اشنا ، دغه خوږې سترګې دچا پاتې دي ؟

۱۳۹۱ وږی ۹
کابل