کور / هراړخیز / دبشري سرچينو مديريت

دبشري سرچينو مديريت

ژوند يو سفر دى او انسان ددې لاري لاروئ دى ، کله چي نوموړئ دا لاره طى کوي لارښووني ته اړتيا پيداکوي او لارښوونه بې لارښوده کېداى نه سي ،نو څر ګندېږي چي دمځکي پرمخ ديوه انسان هڅه دنورو انسانانو له لاس نيوي پرته نيمګړې ده ، پيغمبرانو (ع) دالهي اموراتو دپلي کېدو لپاره دنده لرله چي انسانان پرسمه لاره رهبري کړي څو الهي نظام ورته تفسير کړي او له هغه څه يې را وګرځوي چي دبشريت دبدلارۍ سبب کېږي ، علماؤ هم دعلم دين زده کړه ددې لپاره کړې چي دالهي رضا دتر لاسه کولو او الله ته دچوپړ کولو په موخه دنړۍ وګړي پر توحيد او رسالت دايمان را وړلو لپاره پر الهي مشعل ((قرانکريم)) سره راغونډ کړي ، بشرته دمادي او معنوي اړتياوو دبشپړتيا لپاره نظام قائم کړي ، ښوونکي هم کوښښ کوي چي دالهي نظام تر سيوري لاندي دالله پر مځکه انسانانو ته دخپلي دندي په لړ کي سهولتونو ، ساينسي اکتشافاتو ، مدني ژوند او بشري خدماتو لپاره خپله مسلکي دنده پرمخ بوزي تر دې را لاندي په زر ګونو داسي نور ساري ليده کېږي چي دهغوئ په ښکاره کېدو سره اړتيا ددې ليده کېږي چي ددوئ لپاره انسانان دبشري ځواک په توګه دکار ي بهير دپرمخ بېلو لپاره دکاري سرچينو جوګه سي ، ځکه نو ويلاى سو چي انسان دخپل تکريم تر څنګ هغه پدېده ده چي په نه موجوديت کي يې ددنيا دترقۍ او پرمختګ دنړۍ له مخي لامل له منځه ځي ځکه نو اړتيا ددې ده چي انسان دمدني ټولني يو اساسي او مرکزي لوبغاړئ وباله سي پردې بنسټ چي بې دانسان له کار کردګۍ دحرکت سربېرن کوم څرک په لاس نه سي راتلاى ،ځکه نو دالهي اموراتو له نزوله چي د((اقراء))کلمه يې روښان څرک دى هم انسان ته ددې لپاره وسو چي نور انسانان پوه کړي ، بيا نو په سياسي ، نظامي ، مدني ، خصوصي او… ټولو کي دندي انسانانو ته غوره سوي چي پدې سره دانساني ټولني دپيدايښت له پيله تر دې دمه دجبهاتو ، تشکېلاتو ، نظامونو ، فردي او ټولنيزو دندو په لړ کي دا ټول هغه څه دي چي د بشري نيرو دنده ، مسئوليت ، صلاحيت او …. په نښه کوي چي General Management له متعددو اساساتو څخه يو برخه ده او دابرخه دبشري سرچينودمديريت په نوم بلل کېږي چي په موجوده نړيوالواداري مفرداتو کي ورته ((Human Resource Management)) ويل کېږي .