پاکستاني استخباراتي ادارو خبرورکړ چې دپاکستان ترټولو ګڼ مېشته ښار کراچي ته دشمالي وزيرستان څخه تللى يو ځانمرګى بريد کوونکى ننوتى دى او په ټوله کراچي کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي ، دغه کس پاکستاني استخباراتي ادارې شېرعالم مسعود معريفي کوي او وايي چې دځانمرګي بريد وسايل ورسره دي .