کور / تازه خبرونه / نن داسترالیا پنځه فو ځیان په جلا جلا پیښو کي ووژل شول

نن داسترالیا پنځه فو ځیان په جلا جلا پیښو کي ووژل شول

دلراوبردخبرڅانګي ته رارسیدلی خبر وایی چي پرون او نن په روزګان اوهلمند ولایتونوکي د استرالیا پنځه تنه فوځيان وژل شویدي. داسترالیا لمړي وزیري ګیلارده نن ناڅاپه د کوک ټاپو ګانوناسته غونډه نیمګړۍ پریښودله.دي په خواښینې سره وویل چي دا ورځ په افغانستان کي زموږزیانمنونکې ورځ ده او پنځه سرتیري مي په افغانستان کي وژل شویدی.
داپه داسی حال کي چی تیره ورځ په روزګان کي یوکس چي پوځی جامې یی اغوستي وی داسترالیاپرسرتیروباندي ډزی وکړی.دری پوځیان یی وواژه اودوه نوریی زخمیان کړل.
بل لوري دخبرسرچینه وایی چي نن د هلمند په ولایت کي دیو چورلکې دغورځيدوله امله د استرالیا دوه تنه پو ځيان وژل شویدي.
استرالیا په روزګان ولایت کي۱۵۰۰ سرتیری لري چي د ناټو او ایساف ځواکونوپه چو کاټ کي کارکوی.او د۲۰۰۲ کال نه تراوسه پوري ۳۸ تنه استرالیایي پوځيان وژل شویدي.
استرالیا د افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاس لیک کړیدی او ژمنه یی کړیده چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم دافغانستان د بیا رغونی، دترهګری ضد اود قاچاقو د مخنیوي لپاره به ککله مبارزه وکړی.