کور / تازه خبرونه / د بدرالدین حقاني وژنه د پاکستان داستخباراتو ادارای تائید کړه

د بدرالدین حقاني وژنه د پاکستان داستخباراتو ادارای تائید کړه

په تیروڅوورځوکي د رسینو پرمخ دحقانې دزوی بدالدین حقاني دوژلوډول ډول ادعاګانې پرلیکه شویدی، چي نوموړۍ د امریکا دبی پیلوته الوتکې په برید کي وژل شویدی . مګر دهغه کورنې او د طالبانو ویاند بیا دهغه مرګ په کلکه رد کړیدی.
بله خوا د پاکستان داستخباراتواداری نن په ډاګه وویل چه بدرالدین حقاني داګست په ۲۴ نیټه په شمالي وزیرستان کي دمیرانشاه په شوال دره کي هغه وخت ووژل شو چي دامریکی د بی پیلوتی الوتکې څلورتوغندی د نومړۍ پرکوروتوغولي اوحقاني پکښي ځای پرځای ووژل سو.
د افغانستان د ملی امنیت لوی ریاست هم د هغه وژنه تایید کړیده .دبدرالدین حقاني وژل و حقاني شبکي ته چي دامریکا یی او افغاني ځواکونو په مخکي یولوی خنډ ګڼل کیده تر ټولو سخت اوسترګوزار دی.
۳۰ کلن بدرالدین حقاني په میرانشاه کي د طالبانو دشورا غړیتوب درلودی او په افغانستان او پاکستان کي دحقاني شبکې دڅلورو سیمو قوماندان ګڼل کیدی چي دډیورند پر ګډه پوله د ټولوعملیاتودبریدونومسؤلیت یی په غاړه درلودي.
بدرالدین حقاني د پخوانیو مجا هیدینو دمشر مولوی جلال الدین حقاني دنهو زامنو څخه یو زوی اود سراج الدین حقاني کشر ورور دی. ، چې د امریکا له خوا د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شامل دي.