کور / تازه خبرونه / افغان او ایساف ځواکونه د مخا لفو ډلو دنیولو ادعاکوی

افغان او ایساف ځواکونه د مخا لفو ډلو دنیولو ادعاکوی

لراوبرته دایساف ځواکوانو درارسیدلې خبرله مخي پرون اونن دافغان اوایساف ځواکونو په ګډوعملیاتوکي دافغانستان په جنوبی، مرکزی او شرقی برخوکي مخالفي وسله والي ډلۍ وځپول شوی او ځیني شکمن کسان یی نیول شویدي.
په خبر کي راغلی دي چي نن دننګرهارولایت د حصارک په سیمه کي په مخامخو بریدونوکي دوه کسه مخالف وسله وال ونیول سول .
همدارنګه دافغان او ایساف ځواکونو دهلمند ولایت دنادعلی په ولسوالی کي د ګډو بریدونو په ترڅ کي څو شکمن کسان نیولي دي. بله خوا دکندهارولایت دپنجوایی په ولسوالي کي د طالبانود یوه مشر په ګډون څو وسله وال کسان هغه وخت ونیول شول چي دچاودیدونکوتوکوپه چارو بوخت وو.
په رپوټ کي راغلي دی چي دغزنی ولایت داندړو په ولسوالي کي افغان او ایساف ځواکونو دطالبانوډلۍ یوغټ مشرنیولی دی کوم چي د چاودیدونکوتوکود جوړیدود کارخاني چاری یی پرمخ بیولي.د ټولو نیولوشووکسانوڅخه پلټني اوګرویژنې رواني دي. د طالبانو ویاند په دی هکله تر او سه پوری څه نه دی ویلې