کور / هراړخیز / د بوډا زيرى

د بوډا زيرى

د نن يادښت:

سهار اوه بجې دي، د خپل کور په برنډه کې ناست يم او د بليک واټر کتاب لولم. کتاب کې د دغې خونخوارې پوځي ډلې کړه وړه بيان شوي دي او ښيي چې دغه سړي خورونکې ډله د شتمنيو د ترلاسه کولو په موخه څه بې رحمانه کارونه کوي؟

يوه پاڼه خلاصه شوه، د بلې د اړولو لپاره مې ګوته لمده کړه چې موبايل وکړنګېد، پاڼه مې قات کړه، کتاب مې پر زنګنو کيښود او موبايل مې را واخيست.

د موبايل پر سکرين يو نوم ښکاره شو. او کې مې کړ، په خاص انداز کې سلام وکړ او بيايې ويل: مبارک ! مبارک!

ځان راته پيکه ښکاره شو، هغه مشر و، سپين ږيرى و خو مبارکۍ کې رانه مخکې شو.

ما، هم لکه د نورو موبايل والاوو په څېر پلمه جوړه وه، ويل مې : استاده، دستګاوې خرابې وې، ډېره خواري مې وکړه خو رُخ نه شو.

هغه ويل: خير دى، اختر تېر شوى دى.

حيران شوم، ما ويل دې قتلګاه وطن کې داسې کوم کار شوى چې مبارکي يې راکوي؟

خو هغه انتظار ته پرېنښودم ، غږ يې کړ: هرات کې د اوسپنۍ د ويلې کولو فابريکه جوړه شوې ده.

دا زموږ پخوانى همکار ناصري صاحب و، هغه د کابل د شکردرې اوسېدونکى دى او د نوي حکومت تر لومړيو پورې مو په يوه دفتر کې کار کاوه.

ناصري صاحب چې ډېر وخت د امريکا په متحده ايالاتو کې تېر کړى او د دوى په ژبه ښه حاکم دى، د سره مياشت جريدې مطالب به يې انګريزي ته ژباړل.

ناصري، يو ملنګ سړى و، نا بلده خلکو ته نالوستى ښکاريده، په ژمي کې به يې چارخانه کرتۍ اغوستې وه او وړين دستمال به يې له غوږونو را تاو کړى و.

له ده سره مې شاوخوا اته کاله نه دي ليدلي خو تيلفوني رابطې مو شته.

ځان سره مې ويل:

د هغه اته کاله مخکې ږيره سپينه وه، اوس خو به نور هم بوډا شوى وي، خو ګوره بياهم د وطن له ابادۍ سره څومره مينه پالي؟

د حال احوال پوښتنه مې وکړه،ويل يې خيريت دى،عمر دې لنډيږي. هغه د هرات د فابريکې په اړه داسې په خوشحالۍ غږيده لکه د ده شخصي ملکيت چې وي.

ما ويل کاش! زموږ دولتي چارواکو ته هم د دې وطن شتمنۍ خپلې ښکاره شي، کاش! ټولو ډلو ته د دې وطن او ولس خوشحالي او غم خپل ښکاره شي.

د ناصري خبرې لا نه وې پوره چې و مې پوښته: له کندهاره خبر شوې؟؟

يو نا څاپه يې غږ ټپ شو، ډېر انتظار مې وکړ، ځواب رانغى.

شايد، هغه هم د ټلويزيونونو پرښيښو کنډواله کندهار ليدلي وي،

شايد، هغه ماشوم يې ليدلي وي چې ټول په سپينو ټوټو کې تاو، و او په ټپي مخ کې يې په ډېرې خوارۍ سترګې پرانيستلې.

شايد، د هغه بوډا خبرې يې اوريدلي وي چې د کورنۍ ګڼ غړي يې ټپيان وو او په ورو غږ يې ويل:

بارا،دا خوټول عام وګړي ټوټه-ټوټه سول، ماشومان په کښې و.دکانداران په وينو ولمبيدل.

شايد، ناصري د کندهاري دا خبره هم اوريدلي وي چې ويل يې: ماشومان له بامونو غور زار شول،چاودنه ډېره زوروره وه.

شايد، د ناصري ستوني کې سلګيو پاټک اچولي و او خبرې يې راوتلو ته نه پريښودې.

شايد، د هغه په سپينه ږيره د اوښکو بهير رامات شوى و.

شايد، د هغه کمزوري هډونه ټول په لړزه وو.

شايد، د کندهار غميزې يې له زړه د هرات خوښي لوټلې وي.

شايد، موبايل يې له کاواکه لاسونو غورځېدلي و.

اوشايد….

خپل موبايل مې بند کړ، او د بلک واټر کتاب مې بالښت لاندې کړ.

د وږي ٨مه،١٣٩١