امنيتي شورا: ټول نظامي او ملکي اراکين بايد د هوايي ډګر اصول او مقررات پر ځان عملي کړي
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت امنيتي شورا نن په خپله اوونيزه غونډه کي پرېکړه وکړه چي هيڅ دولتي مامور او د وسلوالو قواوو افسر او جنرال نسي کولاى د کندهار نړيوال هوايي ډګر ته له تلاښۍ پرته داخل سي.
په دې وروستيو کي ځيني داسي شکايتونه سوي ول چي ګواکي يو شمېر دولتي اراکين او د نظامي ادارو غړي او جنرال له واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هوايي ډګر ته د داخليدو لپاره د ټاکلي مواردو او مراحلو تر طى مخکي بدون له تلاښۍ داخليږي چي خورا زياتي اندېښنې يې راولاړي کړي وې.
اوونيزه امنيتي شورا چي نن په ولايت مقام کي د کندهار والي په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي پرېکړه وسوه چي ټول دولتي اراکين او پوځي منسوبين بايد اصولو ته درناوى ولري او پر ځان يې عملي کړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل اصول او مقررات د ټولو لپاره دي، په دې کي هيڅ ډول استثنا وجود نه لري او که له دې وروسته هرڅوک پر ورته هڅه او غير قانوني داخلېدو باندي وليدل سو په هماغه شېبه به له دندي ګوښه کيږي.
په ننۍ غونډه کي همداراز د کندهار د شمالي ولسواليو د اوسېدونکو او مشرانو پر هغو ستونزو او شکايتونو هم بحث وسو چي د لارو د بندېدو په اړه يې تر ولايت مقامه رارسولي وې.
د شورا برخوالو پرېکړه وکړه چي هلته بايد په نژدې راتلونکي د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا په ګډه چاڼيز عمليات سرته ورسيږي او لاري چي دامهال د مخالفينو لخوا په ماينونو فرش سوي د خلکو پر مخ پرانستل سي.
همداراز وويل سول چي بايد د افغان ځواکونو څخه جوړه يوه ټولۍ همالته مېشته سي ترڅو د عملياتو تر ختم وروسته هغه سيمو کي بيرته بيا د ماينونو د ځاى پر ځاى کېدو مخه ونيوله سي او خلکو ته د ارام ژوند شرايط اماده سي.
د امنيتي شورا رئيس پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ټولو امنيتي ارګانونو ته هدايت وکړى چي په غربي ولسواليو کي هم پر هغو نقاطو چي په دې وروستيو کي پکښي د مخالفينو فعاليتونه تر سترګو سوي پام زيات کړي سيمي له خطراتو وساتي.
د کندهار د ملي امنيت رئيس ډګروال عسى محمد وويل چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي يې په کندهار ښار کي ١٣ ګډ او خپلواک عمليات کړي چي په نتيجه کي يې د مخالفينو د يوه سر ګروپ په ګډون ١٣ تنه وسلوال نيول سوي دي.
نوموړي همداراز زياته کړه چي په دې عملياتو کي يو باروړونکى بينس موټر چي ٨٠٠ کيلو ګرامه پوتاشيم کلورايډ ١٧٩ عدده ريموټ کنټرول، ٧٠٠ د کلاشنکوف مرمۍ او يو شمېر نور چاودېدونکي توکي او مهمات پکښي يو ځاى سوي ول کشف او تر لاسه کړى دى.
هغه وويل چي مخالفينو پلان لاره څو له دې موټر څخه په استفاده په کندهار ښار کي انتحاري او انفجاري عمليات سرته ورسوي چي له نيکه مرغه ددوى د منسوبينو لخوا يې مخه ونيوله سوه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه