کور / تازه خبرونه / د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ولسي پاڅونو د رنګ بده کولو لپاره د سیمې د استخباراتي کړیو د هڅو، پر بهرنیو سرتیرو د افغان امنیتي ځواکونو د حملو پر ډیریدو او په اداري او مالي فساد کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د مشرې پر لاس لرلو مطالب خپاره کړي دي.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان استخباراتي شبکه هڅه کوي، چې په ننګرهار کې نا امنۍ زیاتې کړي، دې ورځپاڼې د ننګرهار د ولایتي شورا د رییس له قوله لیکلي، چې له همدې امله د دې ولایت په ځینو برخو کې هم خلک د وسله والو مخالفانو پرضد را پورته شوي دي.

دې ورځپاڼې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر سید مخدوم رهین هغه خبرې هم را اخیستي چې پرون یې په ولسې جرګې کې ویلي، چی دی په مزار شریف کې پر واټونو د ایراني ډپلوماتانو له نوم ایښوونې څخه خبر نه دی.

ملي باورغیر دولتي ورځپاڼې هم پر همدې مسالې په غټو ټکو کې د ولسي جرګې د ځینو غړو له قوله لیکلي که چیرې ډاکټر رهین د پردیو د کلتوري لاس وهنې په اړه جدي پریکړه ونه کړي او مخه یې ونه نیسي نو دوي به د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په اړه پریکړه وکړي.

محور د ولسي جرګې د وکیلانو په حواله لیکلي، چې له هرې ممکنې لارې باید په رسنیو کې د پردیو د اصطلاحاتو او د ایران له لوري د افغانانو د ویشلو د هڅو مخه ونیول شي.

دې ورځپاڼې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو پرضد د پاڅون کوونکو له قوله لیکلي، چې د افغان دولت د نه پاملرنې له امله د دوي پاڅون نتیجه ورنکړه.

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې هم لیکلي چې د سیمې د یو شمېر هېوادونو استخباراتي شبکې غواړي چې په بېلابېلو سیمو کې له ولسي پاڅونونو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

سرنوشت د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د یوه کمیشنر عبدالکریم عزیزي له قوله لیکلي، چې د دې کمیسیون مشره سیما سمر په اداري او مالي فساد کې ښکیله ده.

دې ورځپاڼې په ولسې جرګې کې د عبدالکریم عزیزي هغه خبرې را اخیستې، چې وایي، سیما سمر د بشر د حقوقو په خپلواک کمیسیون په خپل سر خلک ګماري او قوانینو ته درناوی نه کوي.

انیس دولتي ورځپاڼې د کنړ ولایت له قومي مشرانو سره د ولسمشرکرزي د پرونۍ لیدنې په اړه یو مطلب خپور کړی،په دې مطلب کې راغلي چې د کنړ استازو او قومي مشرانو له ولسمشرکرزي نه غوښتي چې پر دې ولایت د پاکستان د راکټي بریدونو مخه ونیسي.

ولسمشرکرزي دوی ته ډاډ ورکړی چې دا مساله په جدي او دقیقه توګه څاري او دمخنیوي لپاره یې چټکې هلې ځلې دوام لري.

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د ملي اردو د یوه افسر له قوله لیکلي چې پر بهرنیو سرتیرو د افغان امنیتي ځواکونو د حملو د ډیروالي اصلی علت له افغان سرتیرو سره د بهرنیو عسکرو ناسم چلند دی.

په دې مطلب کې دې افغان افسر ویلي چې دی هم له افغان سرتیرو،سیمه ایزو خلکو او د افغانانو د دود دستور پر وړاندې د امریکایی ځواکونو له ناسم چلند څخه خواشینی شویدی.

اصلاح دولتي ورځپاڼې د لندن د المپیک په لوبو کې ګډون کوونکو افغان ورزشکارانو ته د جمهور رییس کرزي لخوا د مډالونو د ورکولو په اړه لیکنه خپره کړې او ویلي یی دي چې ولسمشرکرزي په دې لوبو کې د ژیړو مډال ګټونکي روح الله نیکپا ته د غازي محمد اکبرخان مډال ورکړ.