کور / تازه خبرونه / خبريالان: د ملا عبدالحي اخندزاده خبري بې بنسټه دي

خبريالان: د ملا عبدالحي اخندزاده خبري بې بنسټه دي

د هلمند خبريالان په ولسي جرگه كې د هلمند د خلكود استازي عبدالحي اخندزاده څرگندونې بې بنسټه بولي
دا چې د چهارشنبې په سهارپه طلوع تلويزيون كې د هلمند د خلكواستازي عبدالحي اخندزاده د خپلوڅرگندونوپه ترڅ كې وويل چې د هلمند خبريالان ترسانسورلاندې دي اوحقيقتونه نه راپورته كوي دا ادعا په بشپړډول بې اساسه اود خپلوشخصي گټوپه خاطريې دا ډول څرګندونوته ملا تړلې ده.
د هلمند د خبريالانوټولنه دا نه ردوي چې گواكې په دې ولايت كې اداري فساد نشته ،فساد شته په هره اداره كې اود همدې خبريالانود رپوټواوخبرونوپه زورچې د فاسدومسؤلينو په اړه يې خپاره كړل له امله يې ځينې مسؤلين له دندوڅخه گوښه شول.
د هلمند خبريالان ترهيڅ ډول سانسورلاندې نه دي يوه يوه نومره ځمكه يې حق دى خوكه چيرې خبريالانوته پيسې وركول كيږي بيا ولې نه دي توانيدلي چې پخپلونومروباندې څوپوړيزه ودانى جوړې كړي.
اوس پوښتنه دا راپورته كيږي چې د لښكرگاه ښارپه زړه كې د پوهنې رياست اړوند ځمكه چې د نجونود ليسې ملكيت بلل كيږي چا پكې پنځه پوړيزاوشپږپوړيزماركيټونه جوړكړل چې دا مهال زياتره كورنيود همدې ماركيټونوله امله خپلې لوڼې ښوونځي ته له تگ څخه منع كړې دي.
بله پوښتنه داده چې چا په كابل كې له ولسمشرى څخه هره مياشت د سلگونوشهيدانواوټپيانوپه نوم پيسې ترلاسه كولې اوپه لښكرگاه كې يې ورباندې څوپوړيزې ودانى اوماركيټونه جوړكړي دي؟
بله خبره داده چې د لنډمهالې ادارې پرمهال په لښكرگاه ښاركې د خلكود هستوگنې په سيمه كې د ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي ته چا پراخه ځمكه په واك كې وركړه چې دا مهال د بهرنيانود الوتكود تگ اوراتگ له امله سلگونه كورنى كډه كولوته اړشوي دي.
په دې ولايت كې له وړاندې يومليون اواته سوه زره جريبه دولتي ځمكې قوماندانانوته وركړل شوې اوهغوى د ناقانونه سندونوپه بدل كې په نوروخلكوپلورلې اود هلمند خبريالانوپه واروارد يادوشويوځمكود غصب كيدوپه اړه راپورونه خپاره كړي اود ټولومسؤلينوغوږونوته يې رسولي دي.
د هلمند خبريالانوترخپله وسه په هره برخه كې په دې ولايت كې په سختوحالاتوكې دانگلي د هلمندوالوغږيې مسؤلينواونړيوالوته رسولى اوبيا هم خپلې سپيڅلې دندې ته ژمن دي خوله ښاغلي وكيل صاحب څخه دا پوښتنه كوي چې تاسې جناب چې ددې ولايت د خلكواستازي ياست تراوسه موڅه كړي دي د پارلمان غونډې د رسنيوله لارې گوروخوترننه پورې وكيل صاحب چا پكې ونه ليد چې د يوې موضوع په باب د پكې خپل نظرڅرگند كړي اويا هم غږ پورته كړي.
له رسنيوڅخه غوښتنه كووچې د داډول بحثونولپاره داسې يوڅوك وغږوي چې هغه له ټولوواقعتونوخبراوله پوره زده كړوڅخه برخمن وي اود اسنادواوشواهدوپربنسټ د هلمند روان حقيقتونه په رسنيوكې بيان كړي.
په درنښت
د هلمند د آزادوخبريالانوخپلواكه ټولنه