کور / تازه خبرونه / په وزیرستان کې پوځي عملیات: ځايي خلک به چېرې ځي؟

په وزیرستان کې پوځي عملیات: ځايي خلک به چېرې ځي؟

وزیرستان :په شمالي وزیرستان کې د سیمیزې جرګې له هغې پرېکړې وروسته، چې په دغه سیمه کې به د پوځي عملیاتو له پیل کیدو وروسته د سیمي خلک افغانستان ته کډوال شي، زړه نا زړه توب رامنځته شوی.هغه خلک، چې د احتمالي پوځي عملیاتو له پیل نه مخکې د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو سیمې ته کډوال شوي وو، د جرګې له پرېکړې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي له بنو څخه په راغلیو رپوټونو کې ویل شوي، چې دې سیمې ته له وزیرستان څخه نژدې پنځوس کورنۍ رسېدلې وې او په کراه يې کورونه نیول.په یاده جرګه کې پرېکړه شوې وه، چې د احتمالي پوځي عملیاتو له پیل وروسته به د سیمي خلک د پاکستان په ځای د افغانستان لور ته کډوال کیږي.دسیمي د یوه تن مخور ملک معمور په خبره، د جرګې ګډونوالو وویل: له دې مخکې په قبایلی سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله متاثرو خلکو ته هيڅ ډول مرسته نه وه ورکړل شوې، ځکه اوس د شمالي وزیرستان خلک غواړي افغانستان ته کډوال شي.