دلر اوبر ویپ پاڼی ته په یوه تازه رارسیدلي خبر کي ویل شویدی چي ښاغلی رحمت ا لله نبيل د ملي امنیت لوی رئیس د ولسمشر حامد کرزي په امر له دندې ګوښه شویدی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینو د ښاغلي نبیل د لیرې کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی.
بل خوا، د ولسمشرۍ سرچینې دا هم ویلي دی چې د چارشنبې په ورځ د (اګست ۲۹) به ولسمشر ددفاع، کورنیو چارو نوي نو ماند وزیران او د ملي امنیت نوی لوی رئیس اولسی جرګی ته معرفي کړي.
د ملي امنیت د مخکني رئیس امرالله صالح له استعفا وروسته حامد کرزي ښاغلی نبيل د ملي امنیت د سرپرست او بیا وروسته یی د رئیس په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړ.
ښاغلی نبیل د ملي امنیت د رئیس په توګه له ټاکل کېدو مخکې د ولسمشر د ځانګړو ګارد مشر وو.
د کورنیو چارو وزیر ښاغلی بسم الله محمدي او دملی دفاع وزیر ښا غلی َعبدالرحیم وردک د تېر اسد/زمري پر ۱۳مه د پاکستان له لوري پر افغان خاوره باندی د بریدونو د مخنيوي په چاره کي د پاتې راتلو له کبله ولسي جرګې نوموړي وزیران لمړي استیضاح او بیا وروسته یی په لوړ اکثریت له دندي څخه ګوښه کړل.
دیوه بل خبر له مخې دولسمشر دفتر وایی چي رحمت الله نبیل به په یوه بهرني هېوادکې د افغانستان د سفیر په توګه په کار پیل وکړي