کور / تازه خبرونه / يو بهرنى ووژل سو

يو بهرنى ووژل سو

٢٨ مه اګسټ ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيرى د افغانستان په ختيځ کي د چاودني په ترڅ کي وژل سوى دئ .
دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن ماپښين (٠٥:٣٣) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى .
تر دې خپرپاڼي تقريباً يوولس ساعته او ديارلس دقيقې مخکي لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه بله خپرپاڼه هم رالېږل سوې وه چي پکښي د ناټو ځواکونو اړوند د يوې الوتکي د بېړنۍ ناستي خبر ورکړل سوى وو.
ناټو تېره ورځ هم په افغانستان کي د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلي خبر خپور کړی و .
طالبانو او اسلامي حزب په ختيځ کي پر بهرنيانو د بريدو ادعا کوي او وايي چي هغوى ته ئې مرګ ژوبله اړولې.