کور / راپور / ګډي زده کړي ښوونځيو ته د نجونو د مخنيوي سبب

ګډي زده کړي ښوونځيو ته د نجونو د مخنيوي سبب

د ګډو زده کړوسیستم دامام صیب ولسوالۍ انجونۍ ښوونځیوته له تګ نه منع کړې.

د کندوز ولایت په شمال کې پرته دامام صیب ګڼ نفوسې ولسوالۍ اوسیدونکې په ښوونځیو کې دانجونو اوهلکانو ګډ درسې سلوک له امله شکایت لري اوانديښنه څرګندوي.

دغه اوسیدونکې وايي د شپږم ټولګې نه پورته ډیری کورنۍ انجونوته ښوونځې ته د تګ اجازه نه ورکوئ د دوی په وینا دوی دانجونو زده کړو سره کوم مخالفت نلرئ خویادی ستونزې حل په اړه د پوهنې ریاست نه غوښتنه کوي چې ورسره مرسته وکړئ دوی وايي پوهنې ریاست دی جلا ودانۍ جوړي کړي ګنې د دوی انجونې به له زده کړو محرومې شي.

امام صیب د قوتربولا˜ سیمي یوتن 35 ˜لن لالا ل وايي ” اوسمهال زمونږپه سېمه کې ښوونځې فعال دی زمونږکوچینان ښوونځیوته ځي خوزه په دی اړه انديښمن یم چې کله انجونو عمرونه لوړ شي ښايي زه به ورته دهلکانو سره په ګډټولګې کې د زده کړئ اجازه ورنکړم. ”

همدارانګه د یادی سمیې یوبل اوسیدونکې ښایسته ګل وايي” د پوهنې په برخه کې زمونږ عمده ستونزه د ودانیو نشتوالې دی نوموړی زیاتوي که چیرې جلا ښوونځې جوړ نشي نومونږ حاضرنه یو چې دهلکانو سره په یو ټولګې کې انجونو ته د تعلیم اجازه ورکړو.”

که څه هم په شمال ختیزولایت کندوز کې د پوهنې چارواکې د ۱۳۹۱ کال له پیله د ټول ولایت په کچه د نویو ښوونځیو لپاره د ودانیوجوړیدو خبره باندی ټینګار کوي خو لاهم د کندوز امام صیب ولسوالۍ په ګډون د نورو ولسوالیو زده کوونکې هم د ورته ستونزو څخه سرټکوي ،د مسلکې ښوونکیو نشتوالې بله ننګونه ده چې د یاد ولایت زده کوونکې ورسره لاس اوګریوان دی.

د کندوز ولایت د معارف رئيس محمد ظاهرنظم د امام صیب ولسوالۍ د اوسیدونکیو ستونزې پرځای بولې خو وايي دوی په راتلوونکې د قوتر بولاک سیمې لپاره د ودانیو جوړولو پلان لري.

داپه داسې حال کې چې دامام صیب ولسوالۍ سربیره د کندوز مرکزپه ګډون یوشمیر نورې ولسوالۍ هم د ښوونځیو د ودانیو نشتوالې ستونزه سره مخ دی دوی وايي چارواکو په ځلونو له دوی سره ژمنې کړی مګر تراوسه عملې ګام ندي اوچت شوي. دغه اوسیدونکې له مرکزی دولت اومعارف وزارت نه غواړې چې دیادی ستونزی په اواری کې ورسره مرسته وکړئ.