هغه مهال سړکونه خامه ول،له کابله ناوخته مهترلام ښار ته را ورسېدم.ماښام لمونځ نور په قضا کېدو و، همدې ښار کې مې وکړ. لغمان غرنۍ سیمه ده ژر په کې ترږمۍ خوریږي.
ښه راته یاد دي، د جمعې شپه وه، د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې هره جمعه، بازار جوړیږي، دې بازار ته له ګڼو سیمو مالونه راوړل کیږي او د جمعې په شپه به تر نیمې شپې موټر چلیدل.
اډې ته ورغلم، هغه وخت دومره موټر نه وو، جګو ډاټسنو کې ( چې بایفور به یې بللې) تور لنګوټي په سر کسان ښکته او پورته کیدل او چېرته چې به د دوی شتون و، نو هغه سیمه به تر ټولو د امن سیمه وه.
تر ډېره اډه کې منتظر وم، ماسخوتن اذانونه شوي ول،لږ وروسته یو روسی کاماز موټر، چې د جمعه بازار مالونه په کې بار ول راغی، زړه نا زړه ور وختم ،موټر وان ویل اوس پخواني وختونه نه دي، د طالبانو پاچاهي ده ټول شپه خلاصې تڼۍ ګرځه.
«««
سږ کال د اختر په دوهمه ورځ مهترلام ښار ته لاړم، مازیګر لمانځه نه وروسته مې کلی په زړه راوورید، خو کوربنو نه پریښودم، له کلي سره مې تماس ونیو هغوی هم ویل نا وخته ده مه راځه .
ما ویل ولې:
چا ویل: لاره کې طالبان راوځي، بمونه الوځي، خلک له موټره ښکته کوي، وژني يې.
ما ویل: زه خو نه د دولت نفر یم او نه د کومې بلې ډلې؟
خو ملګرو ټینګار کاوه او ویل يې: پُرس معلوم نه دی، ډیر کسان همداسې لاړل او بیا یې چا رنګ هم ونه لید.
په اسمان کې ولاړ لمر ته مې کتلې او ځان سره مې همدا ویل: انسان څومره بدرنګه دی+ انسان څومره ښایسته دی!!
محمد نعمان دوست
د زمري،۶مه،۱۳۹۱